اسلام آباد ۔ 13 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي وزيراعظم عمران خان ددې هېواد مخ دې۔ وزيراعظم د هېواد په بېلو ادارو او څانګو كښې ښه والي له د اصلاحاتو كولو عزم لر??۔ د پاکس??ان او آسټرېلیا ترمينځھ د حكومت او اولس په كچه مضبوطې او دوه اړخيزه اړيكې قائم د??۔ دا دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو له به ميډيا انفارمېشن او د كلتور په څانګو كښې مرستې ته وده وركول و??۔ د پاكس??ان تحريك انصاف حكومت آزادۍ سره د رائې په څرګندونه بشپړه باور لري۔ پاکس??ان كښې چې څنګه ميډيا آزادۍ سره كار كوي چرته مثال نه لر??۔ ددې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ پاكس??ان كښې د آسټرېليا هائي كمشنر مارګرېټ اېډمس سره ملاقات كښې وكړه۔ دې ووئيل دواړو هېوادونو له به د لوبو په څانګه كښې هم دوه اړخيزه مرسته زياتول و??۔ دې ووئيل كال 2017 كښې د پاکس??ان او آسټرېلیا ترمينځھ تجارت 1.83 بلین ډالر وو۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې هائی کمشنر مارګرېټ اېډمسن ووئيل د پاکس??ان او آئی اېم اېف ترمينځه كاميابه لوظنامه خوشبينه ده كومه چې دې په ګرده نړۍ كښې اصلاحاتو لپاره د پاكس??ان د عزم عكاسي كو??۔ دې د ترهګرۍ ختمولو له د پاكس??ان لخوا په نېشنل اېكشن پلان د پېشرفت ستائنه وكړه۔ دې زياته كړه چې د پاكس??ان او آسټرېليا ترمينځھ د شريك تجارت په اړه د ګډې تجارتي كمېټي خپل كار كوي۔