اسلام آباد ۔ 01 مئی (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د مزدورانو نړيوالې ورځې په مهال د شورؤ په ورځ خپل خاص پېغام كښې وئيلي دي چې نورو لپاره كورونه جوړون??ي په خپلو سرونو چھت نه لري۔ ده ووئيل پخوانو حكومتونو خواري كښو ته پام نه دې كړې۔ د ذوالفقارعلی بھټو د ډوډۍ ٬ جامې او كور نعره هم هغه سره ښخه شوه۔ ده ووئيل د پاكستان ت??ريك انصاف حكومت د خواري كښو د هڅو اعتراف كوي او باور لري چې د بدلون په سفر كښې دو??ي بنياد كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل په ټوله نړۍ كښې خواري كښ د خپلې نان او نفقې په هڅو كښې بوخت دې او ننۍ ورځ مونږ ته د شكاګو د مزدورانو قرباني يادوي۔ وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي حكومت د خواري كښو ترقۍ او د دوئي د ژوند معيار ښه كولو په شم??ل د دوئي د آمدن زياتولو عزم لري۔