اسلام آباد ۔ 29 اپرېل (اے پی پی) پاکستان او تیونس دملګرتيا پخوانو اړيكو ته په سياسي او معاشي څانګو كښې د لا استحكام په وركولو اتفاق كړې دې۔ دا اتفاق د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني او د تيونس سفير عادل العربي ترمينځه ملاقات كښې راغلو۔ د تیونس سفیر د ګل په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سر?? ملاقات وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د دواړو هېواد??نو ترمينځھ د اړيكې په تاريخي ، كلتوري قد??ون?? ، روایاتو او عقيدې اډانه دي۔ دواړو هېواد??نو په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ خپل كرې دې۔ ده په دې خبره زور راوړ چې ??ه اولسي كچه رابطو زياتولو او په سیاسی ، معاشی او كلتوري څانګو كښې اړيكو ته وده وركولو له د دواړو هېواد??نو ترميځھ د پلاويو تګ راتګ ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د دواړو هېواد??نو پارلمانونه دې د يو بل تجربو څخه ګټھ پورته كولو له بېل پروګرامونه جوړ كړي چې ??رسره نه يوازې د پارلماني نمائندګانو بلكې عملې د كار استعداد هم زيات شي۔ د تیونس سفیر د سېنېټ چيئرمېن خيالاتو سر?? اتفاق وكړو۔ ده ووئيل مونږ له به د دوه اړخيزه اړيكو ودې له نوې لارې لټول وي۔ ده ووئيل تيونس بېلو څانګو كښې پاكستان سر?? دوه اړخيزه اړيكې زياتول غواړي۔