سپین کئی رغزئی (سوئيلي وزیرستان) ۔ 24 اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د قبائل?? س??مو سماجي او اقتصادي پرمختګ له د خپل عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د هېواد وروستو پاتې سيمې به پرمختګ كړو سيمو سره سمولې شي۔ د وروستو پاتې سيمو پرمختګ نه غېر پاكستان پرمختګ نشي كولې ۔ د قبائلي سيمو پرمختګ او خېر ښېګړې ته ??ام لرنه كوو۔ قبائلي سيمو كښې بدلون ر??وستل د پاكستان تحريك انصاف او زما د وژن بنيادي برخه ده ۔ قبائلي سيمو كښې به د صحت انصاف كارډ وركولو سره سره روغتونونه اپ ګرېډ كولې شي۔ ځوانانو ته به روزګار لپاره په آسانو شرطونو قرض او د كور جوړو??و لپاره فنډز وركولې شي۔ وانا كښې به انجونو او هلكانو له دوه ډګري كالجونه جوړولې شي او د قبائلي سيمو ګرډ اسټېشن به اپ ګرېډ كولې شي۔ ده د شورؤ په ورځ د سوئيلي وزيرستان سپين كئ رغزئۍ سيمه كښې قبائلي مشرانو ته خطاب كولو۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل نيا پاكستان د قائداعظم محمد علی جناح او علامه اقبال خوب ؤ او دا د مدينې رياست غوندې د عدل او انصاف په اصولو جوړول ؤ ۔ده ووئيل د مدينې رياست كښې د لوئے څښتن په حكم په زمكه عدل او انصاف قائم كړې شوې ؤ او دغلته د كمزورو ډلو خېر ښېګړې ته ??ام لرنه شوې وه ۔ده ووئېل د زکوةٰ پېسه به په بې وزله اولس مصرف كولې شوه۔ ده ووئېل په كوم رياست كښې چې عدل او انصاف وي هغه كله ماتې نه خوري۔ ده ووئيل قبائلي سيمې ډېر وروستو پاتې شوي ۔ دلته د روغتيا ٬ زده كړو ٬ د څښلو اوبو او روزګار په شمول نورې آسانۍ نشته۔ ده ووئېل د موجوده حكومت په هڅو قبائلي سيمو كښې سرمايه كاري پېل شوې ده۔ قبائلي سيمې د معدنيات بلها پنګې لري كه دې څخه استفاده وكړې شي نو د قبائلي سيمو خلق به روزګار له بهر نه ځي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د قبائلي سيمو پرمختګ له به هر كال 100 اربه روبۍ مصرف كولې شي دغسې چې دا سيمې د نورو پرمختګ كړو سيمو برابر كړې شي۔ ده ووئيل زه د قبائلو تاريخ او رسم او رواج د ډېر نزدې نه خبر يم ۔ زما د ننۍ دورې مقصد د قبائلي سيمو مسئلې حل كول دي۔ ده ووئيل په تېرو 70 كلونو كښې چې په قبائلي سيمو كښې څه نه دي شوې هغه به مونږ كوو۔ ده ووئيل قبائلي سيمو كښې به وګړو ته انصاف صحت كارډ وركولې شي۔ هرې يوې كورنۍ سره به صحت كارډ وي او هغه به كوم هم روغتون څخه تر د 7 لکھ 20 زره روپو درملنې كولې شي۔ ده ووئيل د انصاف صحت كارډ وركولو سره سره سره به روغتونونه هم اپ ګرېډ كولې شي۔ ځوانانو ته به روزګار لپاره آسان قرض او كور جوړو??و له فنډز وركولې شي۔ ده ووئېل وانا كښې به انجونو او هلكانو له دوه ډګري كالجونه جوړولې شي او د قبائلي سيمو ګرډ اسټېشن به اپ ګرېډ كولې شي۔ ده ووئيل قبائلي سيمو كښې د برېښنا ضرورت ترسره كو??و له به سولر سسټم څخه برېښنا ترلاسه كولې شي۔ د دې ځائې د اوبو مسئله حل كو??و له به اوبه ذخيره كو??و له بندونه جوړولې شي۔ وزيراعظم ووئيل اولس بايد په ما باور وكړي۔ لږې ډېرې ستونزې شته او د دې سبب د تېرو حكمرانانو لوټ