اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) د مخالفې ډلې مشر شهباز شریف وزیراعظم ته د الیکشن کمېشن غړو نامزدګۍ په معامله د خط ځواب لېږلې دے۔ وزیراعظم عمران خان د آئینی تقاضې له ??خې په 01 اپریل د مخالفې ډلې مشر ته خط لېږلې ؤ۔ د نهې پھ ورځ د پاکستان مسلم ل??ګ (ن) وياند د اړخه جاری شوې تفصیلات له ??خې د مخالفې ډلې مشر وئيلي مونږ دا موقف لرو چې د 213 ( 2 اے) له ??خې زبانی یا تحریری رابطې د لارې وزیراعظم او د مخالفې ډلې مشر ذاتی ګډون لازمی دے دغسې د عدالت عظمی د پريكړو څخه هم دغه لارښودنه ترلاسه كېږي۔ خط كښې وئيلي شوې آئین واضحه كړې چې وزیراعظم به قامی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې سره مشاورت له درې نامې لېږي ٬ د آرټیکل 254 مشاورتی عمل كښې به كوم تاخیر نشي قبلېدې۔ خط كښې وئيلي شوې سندھ او بلوچستان څخه د کمېشن غړي په 26 جنوری 2019ء ریټائر شوې۔ د عدالت عظمی د پريكړې له ??خې بايد كوټلې ، معنی لرونكې ، مقصد لرونكې او په اتفاق مشاورت وكړې شي او د چوهدری نثار علی خان مقدمه كښې عدالت عظمی صراحت کړې ۔ د مخالفې ډلې مشر په خط كښې وئيلي مونږ له به اتفاق له ??څې كول وي۔ ده هيله څرګنده كړه چې مونږ د نورې قانونی تنازعې څخه بچ كيدو څخه کمېټۍ ته نامې لېږلې شوو۔ ده ووئيل مونږ د آرټیکل 213 دو اے ترمخه د خپلو آئینی ذمه وارو او تقاضو څخه خبر يو او د وزیراعظم د اړخه په رالېږلې شوو نامو په زړه پورې غور كوو او ډير زر به خپلې رائے وركړو۔ده ووئيل اونيو كښې د رالېږلې شوو مجوزہ نامو سی ویز نه دې ترلاسه شوي او زما پھ لېږلې شوي نامو دې هم وزیراعظم غور وكړي۔ شهبازشریف د بلوچستان لپاره د شاہ محمد جتوئی، جسټس (ر) محمد نورمسکان زئی او محمد روف عطا نامې لېږلې دي دغسې د سندھ څخه د جسټس (ر) عبدالرسول میمن، خالد جاوید او جسټس (ر) نورالحق قریشی نامې لېږلې شوي۔ ده ووئيل د خط سره د مجوزہ كسانو سی ویز هم ل??ږلې شوي۔ ده پھ خپل خط كښې وئيلي بايد د عدالت عظمی د پريكړو له ??خې مخ په وړاندې لاړ شوو