اسلام آباد۔ 01 مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري وسله والو ځواكونو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي د پاكستان وسله والو ځواكونو د هېواد شمله هسكه كړې ده۔ ټول قام لكه د فولادي دېوال د خپلو وسله والو ځواكونو په شا ولاړ دې۔ د شهيدانو د قربانيو لامله نن مونږ ته د آزادۍ نعمت ترلاسه دې۔ هند دې د خپلو كورنيو معاملو ملبه په ??اكستان اچولو څخه ډډه وكړي۔ د انتها خوښۍ په ضد يو موټې كېدو ته اړتيا ده۔ د جمعې په ??رځ د پارلمان شريكې غونډې ته خطاب كښې ده ووئيل خواجه آصف ايو??ن كښې ځينې خبرې كړې دي ولې د اتفاق رائې چې كوم چاپېرچل جوړ شوې دې بايد خراب نه كړې شي۔ ده ووئيل ايوان په دې اتفاق لري چې پاكستان جنګ نه غواړي ولې پوښتنه دا كوم چې آيا دا اتفاق رائې په ??ند كښې هم شته يا نه۔ ددې ځواب په ??في كښې دې۔ وفاقي وزير ووئيل د تېر كال دسمبر مياشتې څخه دا خبره راروانه وه چې هند كښې وزيراعظم مودي ټاكنو لپاره د جارحيت او مخاصمت چاپېرچل جوړول غواړي۔ پاكستان ته ددې علم وو۔ خارجه وزير او خارجه وزارت په دې لړ كښې د ګروپ پی فائیو سفيران په ??خت خبر كړې وو او دوئي ته ئې خواست كړې وو چې هند دې ددې ډول ارادو څخه منع كړې شي۔ د فرورۍ په 14 مه نېټه د پلوامه پېښه رامخې ته شوه په دې مونږ ته افسوس دے ٬د دې په ??تيجه كښې ځاني زيان شوې۔ د كال 1947ء څخه وروستو دا تر ټولو لوئې پوځي زيان وو او په دې د هند غصه فطري وه ولې ددې ملبه په ??اكستان اچول سم نه وو۔ ده ووئيل هند بايد په خپله وويني چې كومه سيمه كښې دا پېښه رامخې ته شوې دغلته قابض ځواكونو 100 ماشومان شهيد كړي دي۔ هند دې په خپله جاج واخلي چې داسې ولې كېږي۔ ددغې ځائې د پېښو ملبه دې په ??اكستان نه اچوي۔ ده ووئيل پاكستان خپله د ترهګرۍ ښكار دې۔ د ترهګرۍ لامله پ??كستان د 70 زره ځ??نونو قرباني وركړې ده۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د جنرال ثناﺀ الله نه واخله تر سپاهي اشفاق شهيدانو قربانۍ وركړې دي۔ په جهلم ضلع كښې 347 شهيدان دي۔ ده ووئيل څلوېښت كاله وړاندې چې مونږ كومې پالېسۍ جوړې كړې دي بايد دې ته بيا كتنه وكړې شي۔ ده ووئيل څنګه چې نن دا ايوان د هندي جارجيت په ضد يو موټي دې دغسې د شدت خوښۍ په ??عامله كښې هم يو موټي شي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان په دې صورتحال كښې د يو نړيوال مدبر (سټېټس مېن) کردار ترسره كړې دې۔ پرون ده په ايو??ن كښې د مخالفې ډلې هم مننه كړې ده۔ د وزیراعظم په ??شرتابه كښې په ??نځني ختيځ كښې د پاكست??ن كردار رامخې ته شوې دې۔ ده ووئيل ايو??ن كښې د او آئي سي غونډې ته د هند د بللو په ??عامله بحث شوې دې۔ زه دا وئيل غواړم چې د متحده عرب امارات او سعودي عربستان مشران د پاكستان ملګري او خېر خواه دي۔ د او آئی سی د غونډې په اړه چې كومه معامله رامخې ته شوې ده هغه غلط فهمۍ كښې شوې ده۔ ده ووئيل نن هند تقسيم او پاكستان يو موټې دې۔ وفاقی وزیر وسله والو ځواكونو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره سره ووئيل د پاكستان وسله والو ځواكونو د هېواد شمله هسكه كړې ده۔ ټول قام لكه د فولادي دېوال د خپلو وسله والو ځواكونو په شا ولاړ دې