اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) پاكستان او متحده عرب اماراتو د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تاريخي او دوه اړخيزه اړيكو ??ا قوي كولو د عزم څرګندونه كولو سره د اوږدې مودې د سرماريه كارې فرېم ورك په لوظنامه د پرمختګ پشمول د دوه اړخيزه ستراتېژيكي اقتصادي اړيكو ??ا قوي كولو لپاره په بېلا بېلو اقداماتو كولو اتفاق كړے٬ وزيراعظم عمران خان او د يو اے اي ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان په تجارت كښې اضافې لپاره په ټولو ضروري اقداماتو كولو اتفاق او دې مقصد لپاره د ټاسك فورس جوړولو پرېكړه كړې٬ د پاكستان متحده عرب اماراتو د شريك وزارتي كميسون غونډه به په فرورې كښې كېږي٬ دواړو هېوادونو تربيې٬ شريكو ??شقونو او په دفاعي پېداوار ??ښې لا شركت لپاره د لارو او نويو اړخونو په ټاكنه هم اتفاق وكړو٬ دواړو مشرانو د وائټ كالر جرائمو پشمول د مني لانډرنګ مخ نيوي لپاره اړوند چارواكو ته شريكې قانوني معاونتي لوظنامې ته زر تر زره د حتمي شكل وركولو هدايت كړے۔ د اتوار ??ه ورځ د وزيراعظم د دفتر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوې اعلاميه كښې وئيلي شوي دي چې د وزيراعظم عمران خان په بلنه د ابوظهبي ولي عهد او د متحده عرب اماراتو د وسله والو ځواكونو ډپټي سپريم كمانډر شېخ محمد بن زېد النهيان د پاكستان سركاري دوره وكړه۔ ولي عهد سره د كابينې غړي او د اعلٰي چارواكو د لوړې پاې پلاوې هم و۔د نور خان په هوائي اډه وزيراعظم عمران خان د ابوظهبي د ولي عهد هركلې وكړو او رس??ي دستوره په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔ د دستورې نه پس د وزيراعظم عمران خان او د ابوظهبي ولي عهد ترمېنځه يو په يو ملاقات وشو او بيا د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلاوو په كچه مذاكرات وشول۔ د تود هركلي او د خېر سګالې خاص اظهار ??ه توګه وزيراعظم عمران خان خاص مېلمه سره تر وزيراعظم هاؤس راغلو۔ د ابوظهبي ولي عهد 12 كاله پس د پاكستان دوره وكړه۔ د وزيراعظم عمران خان او د ولي عهد ترمېنځه په م??اقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو ??ه ټولو څانګو تفصيلي خبرې وشوې۔ دواړو مشرانو د پاكستان او يو اے اي ترمېنځه په اړيكو ??ښې په مثبته اضافه د اطمينان څرګندونه وكړه او د اړيكو ??ا قوي كولو د عزم څرګندونه ئې وكړه۔ په م??اقات كښې په م??مو سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې وشوې او د دې خبرې مشاهده وكړې شوه چې دواړه هېوادونه په دې چارو يو ډول دريځ لري او دا دريځ د دوستې بنياد دے۔ وزيراعظم عمران خان ولي عهد ته د مقبوضه جمو او كشمير د صورتحال او د كشميري اولس د حالت زار ??ه اړه بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم عمران خان د ادائيګې د توازن په مسئله قابو موندلو لپاره د درې اربه ډالرو په مرسته كولو د يو اے اي مننه وكړه۔ ده په پاكستان كښې د تېل و ګاز٬ لاجسټك٬ بندرځايونو او تعميراتو په څانګه كښې د اماراتو لخوا د سرمايه كارې د دلچسپې هركلې هم وكړو۔ دواړو مشرانو د پاكستان او يو اے اي ترمېنځه د دفاع او سلامتيا په څانګه كښې په روانه مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان كال 2019م د برداشت كال ګرځولو سره د متحده عرب اماراتو مشرتابه ته ئې مباركي وركړه او وې وئيل چې دا د شېخ زېد بن سلطان النهيان وژن او ورثه ته د عقيد?? پېرزوينه وړاندې كولو غوره طريقه ده۔ دواړو مشرانو په دې خبره د قوي باور څرګندونه وكړه چې برداشت٬ همه ګيريت٬ عدم مداخله او د خلقو د پرمختګ په اېجنډا عمل كېدو سره په منطقه كښې پوخ امن او استحكام باوري كېدے شي۔ دواړو مشرانو د ترهګرې د ټولو صورتونو او مظاهر سخته غندنه وكړه او د دې لعنت خاتمې لپاره ئې په ګډه په كار ??ولو اتفاق څرګند كړو۔ ولي عهد د ترهګرې او انتهاخوښې خاتمې لپاره د پاكستان د بې مثاله قربانيو او او هڅو اعتراف وكړو۔ وزيراعظم عمران خان د پاكستان د معاونتي پروګرام له مخې د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره په پوخ عزم د متحده عرب اماراتو د مشرتابه او اولس مننه وكړه۔ ده د پاكستان څخه د پوليو خاتمې په هڅو كښې په مرسته كولو د شېخ محمد بن زېد النهيان مننه وكړه۔ وزيراعظم ولي عهد د اولس د بهترې د اېجنډې او په هره كچه د سپېځلتيا او احتساب باوري كولو په اړه د حكومتي اقداماتو نه خبر كړو۔ دواړو مشرانو د وائټ كالر جرائمو پشمول د مني لانډرنګ مخ نيوي لپاره اړوند چارواكو ته شريكې قانوني معاونتي لوظنامې زر تر زره د حتمي شكل وركولو هدايت وكړو۔ وزيراعظم عمران خان ولي عهد په افغانستان كښې امن لپاره د افغانانو په مشرې كښې د افغانانو د سولې د عمل په لړ كښې د پاكستان د هڅو نه خبر كړو۔ ده په ابوظهبي كښې د سولې خبرو لپاره په كردار ادا كولو د عرب اماراتو د هڅو ستائنه وكړه۔ دواړو مشرانو په افغانستان كښې پوخ امن او استحكام لپاره په نزدې كار ??ولو اتفاق وكړو۔ د اعلاميې له مخې د ولي عهد د پاكستان دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د خاص اړيكو څرګندونه ده۔ دواړو مشرانو د پاكستان او متحده عرب اماراتو پرمختګ٬ خوشحالې او استحكام لپاره په ګډه د كار ??ولو د قوي عزم څرګندونه وكړه۔ د ابوظهبي ولي عهد په پاكستان كښې د ده او د هغه د پلاوي د تود هركلي كولو او مېلمستيا ستائنه وكړه۔