اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان او د ابوظهبي ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان ترمېنځه يو په يو ملاقات شوے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو خبرې شوې دي۔ د يو په يو ملاقات نه پس د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلاوو په كچه مذاكرات وشول۔ د پاكستاني پلاوي مشري وزيراعظم عمران خان او د متحده عرب اماراتو د پلاوي مشري د ابوظهبي ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان وكړ??۔ په پاكستاني پلاوي كښې وفاقي وزيران چو??دري فواد حسېن٬ شاه محمود قريشي٬ اسد عمر٬ علي زېدي٬ عبدالزاق داؤد٬ زبېده جلال٬ چو??دري غلام سرور٬ عمر ايوب خان او شهريار آفريدي شامل وو۔ د سمندر پورې پاكستانيانو د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار بخاري او خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه هم په پلاوي كښې شامل وو۔ د دې څخه وړاندې د ابوظهبي ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان چې كله اسلام آباد ته راورسېدو نو هغه ته د 21 توپو سلامي وكړې شوه۔ وزيراعظم عمران خان د نور خان په هوائي اډه د معزز مې??مه هركلې وكړو۔ وزيراعظم عمران خان د نور خان هوائي اډې نه په خپله ګاډې چلولو سره معزز مې??مه وزيراعظم هاؤس ته راوستلو۔ د دې نه پس په وزيراعظم هاؤس كښې د شېخ محمد بن زېد النهيان په درنښت كښې رسمي دستوره وشو??۔ په دستوره كښې د دواړو هېوادونو قومي ترانې وغږول شوې۔ په دې موقع د وسله والو ځواكونو چټك ډلې د معزز مې??مه سلامي وكړه۔ ولي عهد د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان معزز مې??مه سره د كابينې غړي معرفي كړل۔ د ابوظهبي ولي عهد وزيراعظم عمران خان سره د خپل پلاوي غړي معرفي كړل۔ د پاك فضائيه جے اېف 17 تهنډر الوتكو د معزز مې??مه سلامي وكړه۔ د شېخ محمد بن زېد النهيان دومره تود هركلې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د څو لسيزو نه د نزدې ورورولې اړيكو څرګندونه كوي