اسلام آباد 07 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د پی ټی آئی حکومت د غريبۍ ختمول يواځې تر مالی مرستې محدود ساتل نه غواړي بلکه نورو څانګو كښې اصلاحات او د روزګار موقعې وركولو سره يو كوټلې حل غواړي ، د اسټنټډ ګروتھ مسئلې حل له د صحت ، تعلیم، خوراك، ماحولیات او نورو څانګو تر مينځه همغږۍ ته اړټيا ده۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د غريبۍ ختمولو او په دې اړه د نورو اصلاحاتو په حقله د غونډې مشري كولو سره كړې۔ غونډه كښې د خزانې وزیر اسد عمر ، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير مخدوم خسرو بختیار، د اسټیبلشمنټ صلاحكار محمد شهزاد ارباب، د بينظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن ډاکټر ثانیه نشتر، د بیت المال اېم ډی عون ??با?? بپی، د این آ?? ایس پی سی ای او ډاکټر راشد باجوہ، د پاکستان پاورټی ایلیوی ایشن فنډ سی ای او قاضی عصمت عیسیٰ، د پاکستان مائیکرو انوسټمنټ کمپنۍ سی ای او یاسر اشفاق او نورو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د غريبۍ ختمولو او په نورو اړوندو اقداماتو او اصلاحاتو په اړه وزیراعظم ته بریفنګ وركړې شو چپكښې په كوټلې تګلاره غور وشو۔ ګډون كوونكو ته د فنی تعلیم ودې ، د روزګار موقعو زياتولو ،مالی مرستې رسنې او ارزانې استوګنې ،سماجی تحفظ او صحت انصاف کارډ په اړه هم تفصیلی بریفنګ وركړې شو۔ په دې مهال وزیراعظم ووئيل ??سټنټډ ګروتھ د صحت په څانګه كښې تر ټولو مهمه مسئله ده كومه چې زمونږ بچې د پرمختګ برابر موقعو څخه محروم کوي ، پھ دې اړه سمدستي اقدامات ته اړټيا ده۔ د بریفنګ په مهال ووئيلې شول اسټنټډ ګروته پ?? وجه د هېواد د معیشت جی ډی پی كښې د كال 3 فیصده زيان كېږي۔ بلوچستان او پخواني فاټا سيمې تر ټولو زياتې ځپلې شوي۔ ګډون كوونكو ته وئيلي شول غريبي او اسټنټډ ګروته نيغ په نيغه تعلق لري۔ وزیراعظم ووئيل ?? پی ټی آئی حکومت د غريبۍ ختمول يواځې تر مالی مرستې محدود ساتل نه غواړو بلکه ن