بيجنګ 03 نومبر (اے پي پي﴾وزيراعظم عمران خان د ??ين د قامي پيپلز كانګرېس چ??ئر??ېن لي ژانګ شو سره د ??ين په لويې عوامي هال كښې ملاقات كړې۔وزيراعظم د دورې په ماهل د ده او د ده د پلاوي د چينائي كوربتوب او د رواياتي تود هركلي ستائنه كړې۔ده د حكمرانۍ بهترۍ٬د غربت خاتمې او د بدعنوانۍ د مخ نيوي په كمپائن كښې د ??ين كاميابۍ ستائېلو سره دا د چينائي پرمختګ د ماډل بنيادي عنصر ګرځولې۔وزيراعظم عمران خان د پاكستان په اقتصادي پرمختګ او خوشحالۍ كښې د سي پېك كليد?? كردار هم ستائېلې۔وزيراعظم ووئيل چې حكومت سماجي اقتصادي پرمختګ او د ورځني ژوند پروژو ته خاص پام كړې۔ده هيله څرګنده كړه چې د خاص اقتصادي ځايونو او د صنعتي مرستې سره به د دواړو هېوادونو اولس لپاره نوې موقعې په لاس راشي۔د قامي پيپلز كانګرېس چ??ئر??ېن پاكستان سره د اړيكو د مضبوطيا د عزم څرګندونه كړې او وئېلې يې دي چې د سي پېك پرمختګ سره به دا اړيكې لا استحكام ترلاسه كړي۔ده ووئيل چې ??ين به په ??ر ډول حالاتو كښې د پاكستان ملګرتيا كوي۔د ملاقات په مهال وزيراعظم او قامي پيپلز كانګرېس چ??ئر??ېن د پارلماني روابطو او د شريكو دورو د لړۍ مخ په وړاندې بوتللو اتفاق وكړو۔دوي په دې خبره هم اتفاق وكړو چې په پارلماني كچه د پلاوو تبادلې٬د دوه ړاخيزه اړيكو لا مستحكم كولو لپاره كليد?? كردار ترسره كولې شي۔دواړو مشرانو سياسي٬كلتوري٬تعليمي او اولسي كچه د اړيكو او مرستې لا پراخا كولو د عزم څرګندونه هم وكړه۔(