بيجنګ 03 نومبر (اے پي پي﴾ د چين اولس مشر او د چين د كميونسټ ګوند د مركزي كېمټۍ عمومي سېكتر شي ??ن پنګ وئېلي دي چې چين په پاكستان كښې د ن??ي څانګو ادارو سره د مرستې ډاډګيرنه كوي٬دې سره به د غېر سركاري ادارو د كاركردګۍ په ښه كېدو كښې مرسته وشي۔نړيوالې مجلې ګلوبل ټائمز د چين خبر رسنې ادارې حو??له وركولو سره وئېلي دي چې د چين اولس مشر په پاكستان كښې د ن??ي څانګې پرمختګ په اړه د يو سېمينار مشري كړې۔په دې موقع ده وئېلي دي چې په چين كښې د ن??ي څانګې ادارې د هېواد په معاشي پرمختګ كښې كليدي كردار لري۔د سېمينار مقصد د ن??ي څانګې د ادارو آمدن زياتول او د دوي مسئلې ختمول دي۔سېمينار ته د چينائي اولس مشر وېنا د ډاډ وړ ګرځولې شوې۔د چين ن??ي څانګه د چين په جي ډي پي كښې 60 فيصده برخه لري۔ده ووئيل چې د ن??ي څانګې په كاركردګۍ كښې اضافه او د دوي ستونزې حل كول?? لپاره د جامع پالېسۍ له مخې د اقداماتو ضرورت دې۔ده د پاكستان او چين د ن??ي څانګو ترمينځه د مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړولو سره ووئيل چې د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه تجارت په نتيجه كښې به منطقه پرمختګ وكړي او په خوشحالۍ كښې به مرسته وشي