اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قر??شي د اسرائيلي الوتكې پاكستان ته د رتللو خبره بې بنسټه ګرځولو سره وئيلي دي په دې خبره كښې هېڅ حقيقت نشته٬ د سعودي په پېكج كښې كوم شرائط شامل نه دي۔ د نهې په ور?? په قومي اسمبلۍ كښې د سردار اياز صادق لخوا د شوي اعتراض په جواب كښې خارجه وزير شاه محمود قر??شي ووئيل د اسرائيلي الوتكې پاكستان ته د راتګ خبر د ځان نه جوړ شوے٬ بې بنسټه او دروغ دے۔ د خارجه وزارت او د سول ايوي اېشن لخوا د دې څو ځله وضاحت شوے چې په دې كښې هېڅ حقيقت نشته۔ ده ووئيل سعودي سره په پېكج كښې كوم شرائ?? نشته او نه پاكستان پوځ ورلېږي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل په دې وخت اسلامي امت تقسيم دے ٬ د پاكستان ګټه په دې كښې ده چې دغه خليج كم كړي۔ كه په دې لړ كښې پاكستان كوم كردار ترسره كولې شي نو بايد ترسره ئې كړي۔ ده ووئيل اقتصادي جائزه دې د خزانې وزير ??ړاندې كړي٬ په دې بايد اپوزيشن خپل تجاوزير ??ركړي٬ دا تجويزونه به د خزانې وزارت نوټ كوي او د دغې په رڼا كښې به اقدامات كولې شي