اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير عامر محمود کیاني وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان وژن له مخې د صحت څانګې ته حكومت پام لرنه كوي ٬ وفاق به د تهر اولس لپاره ډېر زر پېكج اعلان كړي او ح??ومت به په دې سخت وخت كښې د تهر اولس بې اسرې نه پرېږدي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د وزیراعظم عمران خان په امر د تهر سول روغتون مټهي دورې په مهال كړې۔ وفاقي وزير په دې مو??ع ?? رنځورانو د آسانيو جاج واخست او د درملنې پحقله معلومات ئې ترلاسه كړل۔ وفاقي وزير ووئيل د تهر اولس د ستونزو نه خبر كړو او د دو?? ستونزې لرې كولو لپاره به ټولې اسانۍ كارولې شي۔ ده ووئيل حکومت به ډېر زر د تهر اولس لپاره صحت كارډ پېل كړي۔ ده ووئيل اولس سره شوي لوظونه به ترسره كولې شي۔ د دړد مند انس??ني?? مرسته كول زمونږ مذهبي او اخلاقي فر?? دي