اسلام آباد 09اکتوبر(اے پی پی) اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې كه قومي ادارې په خساره چلېږي نو حكومت ته به نه غوښتلو سره هم د مجبورۍ له امله آئي اېم اېف ته د تللو پشان تراخه ګوټونه كول وي٬د حكومت چارې چلولو لپاره سږ كال 28 اربه ډالر او قرض س??نو??و لپاره 8 اربه ډالر پكار دي٬د آئي اېم اېف٬چين٬سعودي او د يو اے اي پشمول د څلور پنځو مالياتي پېكجونو راتلو سره به په پاكستان كښې د ډالر بيعه معمول ته راشي٬حكومت لو??ې لو??ې او تراخې پريكړې كړې دي٬ښه وخت پېل كېدونكې دے٬ډېر زر به د دې مثبت آغېز او ګټې په نظر راشي٬ د قامي اسمبلۍ د قواعدو او ضوابطو له مخې په ر??كوزېشن د مطلوبه شمېر غړو په لاس ليك د قامي اسمبلۍ غونډه رابلل كېدې شي۔د ټو??ې نړۍ د پوسټل سروسز ادارو پشان پاكستان پوسټل سروسز ګټوره اداره جوړولو لپاره دې ټو?? صلاحيتونه پكار راوستلې شي۔ د پنجاب آئي جي د حكومت احكامات په وخت نه عملي كولو له امله لرې كړے شوے٬ بيورو كريسي ته واضح پېغام وركړے شوے چې كوم افسر كار كوي هغه به په چوكۍ په ځاي پاتې كېږي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د ډاك نړيوالې ورځې په مناسبت په پوسټل سټاف كالج كښې دستورې ته د وېنا كولو په مهال او خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د پوسټل سروسز سېكتر پير بخش جمالي٬ د پوسټل سروسز ډي جي روبينه طيبه پشمول نور چارواكي هم موجود وو۔ وفاقي وزير د پوسټل سټاف كالج په احاطه كښې د ونو كرلو د كمپائن له مخې بوټې هم نال كړو۔