اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) پاكستان په كابل كښې د اولس مشر ماڼې سره نزدې د لوي اختر اجتماع په مهال د راكټي بريد ??خت?? غندنه كولو سره ټولو ډلو ته وئيلي دي چې هغه دې د افغان حكومت ??خو?? اعلان شوې جنګ بندي عملي كړي۔ د نهې په ورځ وزيراعظم عمران خان د ترهګرې د دې بريد غندنه كولو سره ووئيل چې د لوي اختر د خوشحالې په موقع بې ګناه وګړي په نښه كول زيات د غندنې وړ فعل دے۔ ده ووئيل چې د ترهګرې خاتمې لپاره په كېدونكو هڅو كښې مونږ افغان دولت او اولس سره يو۔ ده ووئيل چې دا ډول بزدلانه بريدونه د ترهګرو د ماتې خوړلي نيت عكاسي كوي۔ خارجه دفتر هم په كابل كښې سفارتي سيمې سره نزې د ا فغان اولس مشر ??خو?? د لوي اخت?? په اجتماع كښې د وېنا په مهال د راكټي بريد ??خت?? غندنه كړې۔ طالبانو د ګل په ورځ د افغان دولت ??خو?? د جنګ بندې وړاندېز رد كړے و او د بريدونو روان ساتلو اعلان ئې كړے و۔ د دې څخه وړاندې د ګل په ورځ طالب جنګيالو په درې بسونو بريدونه كولو سره 200 مساف?? په نښه كړي وو۔