اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) برتانيه كښې د پاکستان هائي کمشنر صاحبزاده احمد خان وئيلي دي د ملګرو ملتونو راپور مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د ظلمونو او د بشري ??قونو د سې??ين?? خلاف ورزۍ په ډاګه كړې۔ دا خبرې ده د جمعې په ورځ ميډيا سره خپلو خبرو كښ كړې۔ ده په پاكستاني خبريالانو زور رواړو چې ھغوي د ملګرو ملتونو د بشري ??قونو كونسل لخوا د جاري ??وي اوسني راپور تر مخه مقبوضه كشمير كښې هندي ظلمونه په نړيوا??ه كچه رامخې ته كولو كښې په زړه پورې كردار ترسره كړي۔ د??تو??ه كښې د برتانيې او پاكستان ميډيا استاذو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ صاحبزادہ احمد خان ووئيل زه به د برتانيې پارلماني غړي٬ وزيرانو سره ملاقات او انټر نېشنل انسټي ټیوټ آف سټریټجك سټډیز او رائل یونائټیډ سروس انسټي ټیوټ پشمول د برتانيې تهنك ټېنكس په غونډو كښې ګډون كولو سره هغوي د ملګرو ملتونو راپور په رڼا كښې د هندي ظلمونو نه خبروم۔ ده ووئيل هند د مقبوضه كشمير د ھغه اولس په ضد وحشيانه طاقت كاروي٬ څوك چې د آزادۍ هلې ځلې كوي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره خپل ځانونه قربانوي۔ ده ووئيل زه به د پاكستان او برتانيې ترمېنځه اړيكو لا قوي كولو ته بشپړه پاملرنه كوم۔