اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) متحده عرب اماراتو په مستونګ ا?? بنو كښې په انتخابي ل??ريونونو د بريدونو غندنه كړې په كومو كښې چې لوي ځاني زيان شوے۔ د متحده عرب اماراتو د خارجه وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې د ترهګرې د دواړو پېښو غندنه شوې او د هر ډول ??رهګرې په ضد د متحده عرب اماراتو د دريځ څرګندونه شو??۔ په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې متحده عرب امارات د ترهګرې په ضد پاكستان ??و پاكستاني قوم سره ولاړ دي او د نړيوالې ټولنې نه د ترهګرې په ضد د شريكو هڅو غوښتنه كوي۔ د متحده عرب اماراتو خارجه وزارت پاكستاني حكومت ??و په چاودنو كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي كړې۔