اسلام آباد 06 جولائی (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د قامي پرمختګ بنياد قوي كولو لپ??ره تربيه شوي افرادي قوت ته اړتيا ده٬د بشري پرمختګ قامي كمېشن د افرادي قوت تربيې په لړ كښې د قدر وړ خذمات ترسره كړي۔دې لپ??ره ضروري ده ??ې په دې حقله پھ مستقلو بنيادونو كار روان وساتلې شي۔ده دا خبره د جمعې په ورځ د بشري پرمختګ قامي كمېشن كلن راپور وړاندې كولو په موقع وكړه۔اولس مشر ته دا راپور د تعليم او پیشه وره تربيې لنډ مهاله وفاقي وزير محمد يوسف شېخ او د كمېشن چيئرپرسن رزينه عالم وړاندې كړو۔په دې موقع د تعليم وفاقي سېكتر ارشد مرزا او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل تربيت يافته افرادي قوت د قامي پرمختګ بنياد دے۔په دې لړ كښې قامي كمېشن د قدر وړ خذمات ترسره كوي۔ده ووئيل د قامي پرمختګ لپ??ره زمونږ اهداف ز??ات دي خو د وسائلو كمې په ل??ره كښې يو لويې خنډ دے۔ده ووئيل دا خبره د اطمينان وړ ده چې د تېرو څو كلونو په مهال دې څانګو ته پام لرنه شوې د كومې چې ښې نتيجې راوتي۔ده هيله څرګنده كړه چې سباؤن كښې به هم پھ دې لړ كښې كار روان وساتلې شي۔ده ووئيل زرينه عالم خپلې ذ??ه وارۍ په ښه ډول ترسره كړي كومې چې د دې څانګې د نورو ذمه وارو لپ??ره د لارې مشال حېثيت لري۔ده ووئيل كلي والو سيمو كښې د ګهوسټ سكول رجحان د تشويش وړ دے د كومې خاتمې له چې د يو كوټلې تګلارې سره كار كولو ته اړتيا ده۔ده د تعليم وزير ته سپارښتنه وكړه ??ې په دې لړ كښې يوه داسې پالېسي جوړه كړئ ??ې په رڼا كښې د ابتدائي تعليم معيار ښه شي