اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د مسلم ليګ(ن)د تېرو پنځو كلونو كاركردګي د اولس په وړاندې ده٬د كومې په بنياد به چې مونږ ټول ټاكنو كښې اولس ته وړاندې كېږو٬د لنډ مهاله وزيراعظم په نامه تراوسه حتمي پريكړه نه ده شوې٬په دې لړ كښې به(نن)د شورو په ورځ يو ځل بيا ?? خورشيد شاه سره ملاقات كوم٬كه په كومه نامه سلا راغله خو ښه ګنې معامله به پارلماني كمېټۍ ته ځي كه هلته هم پريكړه ونه شوه نو بيا ??ه راپور سره 4 نامې الېكشن كمېشن ته لېږلې شې چرته به چې پريكړه كېږي٬په ټاكنو كښې تاخير ممكن نه دے ځكه چې آئين كښې د دغې ګنجائش نشته٬كه د داسې كومې لارې ويستلو ??پاره هڅه وشوه نو هغه به نه سياسي ګوند قبلوي او نه اولس ٬د احتساب عدالت څخه نوا?? شريف ته انصاف نه ترلاسه كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ يو شخصي ټي وي چينل سره په خپله مركه كښې وكړه وزيراعظم ووئيل د احتساب عدالت څخه نوا?? شريف ته انصاف نه ترلاسه كېږي٬نوا?? شريف په اونۍ كښې څلور ٬ څلور ځله عدالت ته وړاندې كېږي٬ ده ووئېل د نوا?? شريف نامه په پانامه كښې نه وه٬نوا?? شريف نه په تېر وخت كښې ډيل كړې او نه به يې اوس وكړي۔نېب د(ن)ماتولو ??پاره جوړ كړې شوې ؤ ٬نوا?? شريف په اېن آر او باور نه لري دا زمونږ غلطي ده چې د نېب تور قانون مو ختم نه كړو۔وزيراعظم ووئيل د نېب مقصد يوازې سياست كښې مداخلت دے۔ده ووئيل د لنډ مهاله وزيراعظم په نامه د مشاورت سلسله روانه ده٬دې لپاره په نامو غور شوې۔ ده ووئېل په دې اړه د مخالفې ډلې مشر سره تېره ورځ خبرې شوي او مونږ هڅه كوو چې د لنډ مهاله وزيراعظم په نامه سلا راشي٬ شاهد خاقان عباسي ووئېل حكومت او د مخالفې ډلې د اړخه درې ٬ درې نامې وركړې شوي خو تراوسه په كومه نامه سلا نه ده راغلې۔كه په يوه ورځ نيمه كښې په كومه نامه سلا رانغله نو بيا ??ه معامله پارلماني كمېټۍ ته ځي٬پارلماني كمېټۍ ته به حكومت او مخالفه ډله دوه ٬ دوه نامې وركوي۔ده ووئيل موڼږ غواړو چې د لنډ مهاله وزيراعظم لپاره يو داسې كس تجويز كړې شي كوم چې غېر متنازغه وي د چا ټول رېكارډ چې د اولس په وړاندې څرګند وي او په هېواد كښې سپيځلې ټاكنې وكړي۔ده ووئيل د مصدق حسېن جېلاني٬جليل عباس جېلاني او سليم عباس جېلاني درې واړه د جېلاني كورنۍ څخه نامې رامخې ته شوي خو تراوسه د چا نامه فائنل شوې نه ده۔ده ووئيل لنډ مهاله وزيراعظم ټيكنو كرېټ او پخوانې قاضي هم كېدې شي۔د پخواني جنرل د وزيراعظم جوړولو ??ه اړه خبره نه ده شوې٬ده ووئيل په ټاكنو كښې تاخير ممكن نه دے ځكه چې په آئين كښې د دې ګنجائش نشته كه د كومې داسې لارې راويستلو ??څه وشوه نو دا به نه كوم ګوند قبلوي او نه به يې اولس اومني۔ده ووئيل تر 2 جون به د ټاكنو شيډول هم اعلان كړې شي۔وزيراعظم ووئيل ما دا وئېلي وو چې ټاكنې كه خلائي مخلوق وكړي يا ??مكيز مخلوق خو ګټه به د مسلم ليګ(ن)وي۔ده ووئيل د ټاكنو په چاپیرچل كښې داسې زيات تشبيهات وركړی كېږي كومه چې د خفګان خبره نه ده ځكه چې دا سلسله روانه وي۔ وزيراعظم ووئېل صوبائي حكومتونو له په نګران سېټ آف هم خبرې شوې۔ده ووئيل د ټاكنو په حقله تيارۍ بشپړې شوي او د جولائي په آخرۍ اونۍ كښې به ټاكنې كېږي۔وزيراعظم ووئيل جليل عباس جېلاني د تېرو 30 كلونو راهسې پېژنم ٬ دغسې ډاكټر عشرت حسېن او ډاكټر شمشاد هم ښه شخصيات دي۔د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل په ټاكنو كښې بېل تشبيهات وركړې كېږي مونږ د اشارو سياست نه كوو۔ده ووئيل د نوا?? شريف خبره هند د خپلو ??قاصدو لپاره د حقيقت څخه اخوا وړاندې كړی۔نوا?? شريف دا نه دي وي وئېلې چې دلته څخه وګړي ممبئي ته لېږلې شوي٬نوا?? شريف بيانيه په غلط انداز راپور كړی شوې۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل مريم نواز د ګوند پھ غونډه كښې چرې هم ب??خه نه ده اخستې٬مريم نواز په ګوند كښې چرې داسې سپارښتنه نه ده كړی او نه مريم نواز د ګوند په چارو كښې مداخلت كوي۔ده ووئيل د نوا?? شريف نامه كوم ګواه نه ده اخستې٬نېب يوازې د مسلم ليګ(ن)ماتولو ??پاره جوړ كړې شوې ؤ ٬ ده ووئېل زمونږ څخه غلطي شوې چې د نېب تور قانون مو ختم نه كړو۔ده ووئيل پھ آئين كښې لنډ مهاله حكومت كښې د پراختيا كوم ګنجائش نشته٬د غېر جمهوري قوتونو مداخلت سره جمهوريت كمزورې شوې٬په ټاكنو كښې د غېر جمهوري قوتونو كردار ختمېږي۔ده ووئيل زمونږ د حكومت ښو پالېسو په سبب نن په هېواد كښې ترهه ګري ختمه شوې دغسې د توان په بحران قابو موندلې شوې۔ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت په خپل دې دور كښې د هائي ويز پشمول موټرويز جوړې كړي٬هوائي مېدانونه يې جوړ كړي دغسې د سي پېك پشمول ګڼې د اولسي پروژې پېل كړې شوي