آباد 22 مارچ (اے پی پی) د دفاع وزير خرم دستګير خان وئيلي دي پاكستان د ترهه ګرۍ ختمولو له مهم كردار ترسره كړې٬پاكستان به د كوم هم هېواد په ضد د خپلې خاورې كارولو اجازه چا له ورنه كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده يو شخصي ټي وي سره په خپلو خبرو ??ښې وكړه۔ده ووئيل د ضرب عضب عملياتو د لارې د ترهه ګرو پټې ژالې ختمې شوي ٬د پاتې ترهه ګرو ختمولو لپاره ردالفساد عمليات كاميابۍ سره روان دي۔وفاقي وزير ووئيل د وسله وال ځواكونو دا تر ټولو مهمه ذمه واري ده چې د خپلو پولو حفاظت وكړي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل حكومت په افغانستان ??ښې امن لپاره مرسته كولې شي۔ده ووئيل نواز ش??يف تل د عدالتونو احترام كړې او د قانون سرلوړۍ له پخپله عدالتونو ته هم وړاندې شوې۔ده ووئيل زمونږ د ګوند په سياسي پريكړو ??ښې محمد شهباز ش??يف مهم كردار لري۔