اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د مسلم ليګ (ن) حكومت په تېرو 4 كالو كښې د پائېدار پرمختګ ترلاسه كولو او د معاشي او سماجي خرابو خاتمې ته خاص پا?? كړې٬ پېرس كښې د فنانشل اېكشن ټاسك فورس غونډه روانه ده ??ې پكښې د ځينې هېوادونو لخوا پا??ستان په واچ لسټ كښې د اچولو تحريك وړاندې كړې٬ پا??ستان يو خپلواكه هېواد دے٬ مونږ په فشار كښې راتللو سره پرېكړې نه كوٶ٬ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ څوك خوشحالولو ل??اره نه ٬ بلكې راتلونكي نسلونه محفوظولو ل??اره كوٶ۔ د ګل په ورځ د منصوبه بندۍ كمېسون كښې د يو اېن ډي پي تر سېوري لاندې د انكلو سو اېنډ سسټېن اېبل ډوېلمپمنټ راپور اجراء په موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل چې دا راپور به د وژن 2025 له مخې د اقتصادي هدفونو په ټ??كن?? كښې مرستيال وګرځي۔ راپور جوړونكې ډاكټر اكمل حسېن د سماجي انصاف او معاشي پرمختګ پراخه تجربه لري۔ ده ووئيل د بې وسې خاتمې په اړه حكومت د قامي ٬ صوبائي ٬ ريجنل او په ضلعي كچه كوټلې اقدامات كړي دي۔ ده ووئيل د مارشل لاء په ادوارو كښې د تعليم بجټ د جي ډي پي د 1.8 فيصده څخه كم كړې شوې ٶ خو اوسني حكومت دا د جي ډي بي د 2.3 فيصده څخه زيات كړې۔ احسن اقبال ووئيل د پا??ستان د پرمختګ وړومبې دور په 1960 كښې ٬ دوېم په 1990 كښې پېل شوې كوم چې جاري پاتې نه شو۔ ده ووئيل اوس څو كاله پس سي پېك او د نورو اقتصادي اصلاحاتو په نتيجه كښې پا??ستان د پرمختګ په نوې دور كښې داخلېږي زمونږ اقصادي شرح نمو 5.3 فيصده نه زياته شوې او تر 6 فيصده د كېدو امكان دې۔ سعودي عرب ته د پوځ لېږلو د پوښت??ې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې د ډېرې مودې دي او ډېر نزدې دي او پوځ به د يو پخوانې لوظنامې له مخې لېږلې شي ٬ پوځ به په جنګ كښې برخه نه اخلي۔ ده ووئيل حكومت ټولو شراكت دارو سره په ګډه پا??ستان كښې سماجي او اقتصادي خرابۍ ختمولو ل??اره كار كوي دغسې چې د اقتصادي پرمختګ هدفونه ترلاسه كول باوري كړې شي