اسلام آباد 16 جنوري(اے پي پي) اولس م??ر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان ترکمانستان سره خپلو اړيكو ته ډېر د قدر په سترګو ګوري٬ دواړه هېوادونه په نړوالو فورمونو د يو بل ملګرتيا كوي۔ اولس م??ر دا خبرې د پاکستان په دوره راغلې د ترکمانستان خارجه وزیر راشد مدیدوف سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د نهې په ورځ اولس م??ر سره ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ اولس م??ر ووئيل د تاپي ګاز پروژه نه يوازې د ګاز پائپ لائن يوه پروژه ده بلكې د بېلا بېلو هېوادونو يوه راهداري هم ده چې درناوے ئې د اولس م??ر قربان علي بردي محمدوف په غاړه دے او مونږ دا خوښي لرو چې دا منصوبه زر تر زره پېل شي ٬ په ريجنل كنېكټېوېټي په لړ كښې په اشك آباد لوظنامه كښې ګ??ون به مونږ لپاره د خوشحالۍ سبب وي۔ اولس م??ر ووئيل په يو زر مېګاٶاټ برېښنا هم مونږ د تركمانستان مننه كوٶ او توقع كوٶ چې ډېر زر به دې منصوبې څخه استفاده وكړې شي۔ اولس م??ر هيله ولرله د ټرانسمېشن لائن په معاملو به هم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د خبرو اترو نتيجه به هم ډېر زر رامخې ته شي۔ اولس م??ر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريك تجارت ډېر كم دے كوم كښې چې زياتول غواړ?? ا?? په دې لړ كښې ضروري ده چې د دواړو هېوادونو سوداګر او صنعت كار شريكې د يو بل هېواد ته لاړ شي ۔ ده ووئيل پاكستان او ترکمانستان د توان سره په لائيو سټاك٬ تعلیم، كلتور او د سائنس او ټیکنالوجۍ په څانګو كښې يو بل سره مرسته كولي شي۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكو منصوبو پېل كولو په ضرورت هم زور رواړو۔ په دې موقع د تركمانستان خارجه وزير اولس م??ر ممنون حسېن د ترکمانستان اولس م??ر خاص پېغام ورسولو او د تاپي ګاز پائپ لائن منصوبې د پرانستې دستوره كښې د ګ??ون بلنه ئې هم وركړه۔ ده ووئيل تركمانستان په ټرانسمېشن لائن كار ترسره كړ ے دے