اسلام آباد ۔ 08 نومبر (اے پی پی) احتساب عدالت د لندن فلیټس ٬ العزیزیه سټیل ملز او فلېګ شپ انوسټمنټ رېفرنسز يو ځائې كولو په اړه د پخواني وزيراعظم نو??ز شريف درخواستونه رد كړې دي ۔ د اورېدنې په مهال پخوانې وزيراعظم محمد نو??ز شریف ، د هغه لور مریم صفدر او کېپټن(ر) محمد صفدر هم عدالت ته وړاندې شول۔ د شورؤ په ورځ په دواړو خواستونو محفوظ كړې پرېكړه اورولو سره د احتساب عدالت جج محمد بشير حكم ??كړ?? چې په درېو واړو رېفرنسز كښ?? جلا جلا فرد جرم په ځائې ساتلې شوې۔ فاضل جج پخوانې وزيراعظم روسټرم ته راوغوښتو او په هغه ئې فرد جرم ??لګ??لو۔ محمد نو??ز شریف د جرم د صحت څخه انكار كولو سره چارج شيټ لاس ليك كړو۔ روسټرم كښ?? پخواني وزيراعظم ووئيل زما نه سياسي انتقام اخستې شي ۔ د سپېځلي ټرائيل حق له ??ينځه وړلې شوې۔ رېفرنسز په بدنيتۍ اډانه دي۔ 6 مياشتې وخت كم دے۔ په 6 مياشتو كښ?? د څلورو رېفرنسز پرېكړه كول دي نو بيا دې يوه نيمه مياشت د يو رېفرنس لپاره وټاكلې شي۔ فاضل جج ريماركس وركولو سره ووئيل د څلورو واړو رېفرنسز پرېكړه به په 6 مياشتو كښ?? كولې شي۔ دغسې عدالت٬ د رېفرنس نوره اورېدنه تر 15 نومبر وځنډولې وه۔