اسلام آباد 15 نومبر (اے پی پی) د سېنېټ 52 غړي به سږ كال مارچ كښې ريټا??رډ شي، د سېنېټ په مارچ كښې ريټا??رډ كيدونكو 52 غړو كښې د پنجاب او سندھ څخه 12٬12 دغسې خېبر پښتونخوا او بلوچستان څخه 11٬ 11 ٬ د اسلام آباد څخه 2 دغسې د فاټا څخه 4 غړي شامل دي۔ د څلورو واړو صوبائی اسمبلیو 7 جنرل، 2 د ميرمنو او 2 ټیکنوکریټ او علماء په چوكو به سناتوران ټاكلې شي۔ د نوې غړو ټاكنې له به شیډول د جنورۍ په آخرنۍ اوونۍ كښې جارې شي،دغسې د غړو ټاكنه به د مارچ په وړومبنۍ اوونھ كښې كولې شي۔ د سېنېټ مارچ 2018?? كښې د ټاكنو نه پس به حکمران ګوند مسلم لیګ (ن) سېنېټ كښې د اکثریتی ګوند په توګه رامخې ته شي، د مسلم لیګ (ن) به په 18 كښې 19 نوې سناتوران ټاكلې شي او دې سره به ایوان كښې د مسلم ليګ (ن) د غړو شميره 38 ته ورسي، مارچ 2018?? كښې د سېنېټ څخه د مسلم لیګ (ق) ، بلوچستان نېشنل ګوند عوامی او مسلم لیګ فنکشنل نمائندګی په بشپړه توګه ختمه شي، د ت??ریك انصاف به پھ ايوان كښې د غړو شميره 12، پشتونښواہ ملی عوامی ګوند 6، د نېشنل ګوند 6 سناتوران وټاكلې شي د پیپلز ګوند ت?? ټولو زيات 19 سناتوران به سږ كال ريټا??رډ شي چې پكښې د سېنېټ چیئرمېن میا رضاربانی او د مخالفې ډلې مشر اعتزاز احسن هم شامل دي۔ سېنېټ آف پاکستان له مخې دا مهال د مسلم لیګ (ن) په سېنېټ كښې د غړو شميره 27 ده چې پكښې 8 سناتوران به سږ كال ريټا??رډ شي چې پكښې د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار، سردار ذوالفقار کھوسه ، سعود مجید ، نزهت صادق ، کامران مائیکل، نثار محمد او ظفر اللہ ډھانډله شامل دي۔ د مسلم لیګ (ق) سناتور مشاهد حسېن سید ، کامل علی آغا پشمول څلور سناتوران به ريټا??رډ شي۔ 5 آزاد سناتوران به سږ كال ريټا??رډ شي۔ د جمعیت علماﺀ اسلام په 5 كښې 3 سناتوران به ريټا??رډ شي