اسلام آباد ۔ 10 اکتوبر (اے پی پی) مسلم ليګ (ن) قومي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف په نيولو د احتجاج حكمت عملي جوړه كړه۔ د مسلم ليګ (ن) غړي به نن پارلېمنټ هاؤس ته د ننوتو اولنۍ لارې نه بهر جمع كېږي۔ د ذريع?? ترمخه مسلم ليګ (ن) په دې لړ كښې د پيپلز ګو??د مشر لارښود سيد خورشيد شاه سره رابطه كړې دې او ده ته ئې ??م هم احتجاج كښې د ګډون كولو بلنه وركړې ده۔ بياهم د ذريع?? ترمخه سيد خورشيد شاه خپلې مشرتابه سره مشورې نه وروستو كومې پرېكړې ته د رسېدو باور وركړې دې۔ دې نه وړاندې د شهباز شريف نيول كېدو نه سمدستي وروستو د مسلم ليګ (ن) لارښودو سردار اياز صادق او نورو غړو د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره دده په استوګنه د قومي اسمبلۍ د غونډې ريكوزېشن جمع كړې وو او دائې ??رته هم وئيلي وو چې غونډه رابللو كښې دې د قواعد?? ترمخه دې د 14 ورځو انتظار ونكړې شي ولې چې د مخالفې ډلې مشر نيولو معامله يوه مهمه معامله ده مونږ ايوان كښې په دې بحث كول غواړو۔ د حكومتي ذريع?? ترمخه د قومي اسمبلۍ غونډه په 17 اكتوبر د رابللو پرېكړه شوې وه۔ په دې مسلم ليګ (ن) د تحفظاتو څرګندونه كولو سره پرېكړه كړې ده چې مسلم لیګ (ن) او ددې اتحادي ګو??دونه نن د زيارت په ورځ د پارلمېنټ هاؤس اولنۍ داخلي لارې نه بهر خپله غونډه كوي په كومه كښې به چې د پارلمان ددواړو ايوانونو كښې د مسلم ليګ (ن) او ددې د اتحادي ګو??دونو غړي ګډون كوي