لاهور 26 اګست ﴿اے پي پي﴾ د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د رېل ګاډو د كرائې زياتولو پرېكړه مو نه ده كړې٬ د سي پ??ك پروژې لپاره د سټېنډرډ ګېچ په پلو د تللو ضرورت دے٬ په 120 ورځو كښې به رېلوے په خپلو پښو ودروو٬ سږ كال به د رېلوے خساره كمولې شي٬ د رېلوے نه كرپشن ختمول مو وړومبې ترجيح ده۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د لاهور رېلوے سټېشن د دورې كولو په مهال مېډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د رېلوے نور چارواكي هم ده س??ه وو۔ شېخ رشيد احمد ووئي?? چې پاكستان رېلوے به د نورو هېواد د رېلوے پشان نوې كولې شي٬ رېلوے تر اېران او تركيه د رسولو تجويز دے۔ ده ووئي?? چې په پېښور٬ كراچې او كوئټه كښې به رېل ګاډو ستونزې هوارولې شي۔ د لاهور پ??مول په مهمو سټېشنو به اېلي وېټر لګولې شي۔ لس كاله وړاندې مونږ آن لائن ټكټنګ نظام معرفي كړے و٬ دې لپاره به نورې اسانيې هم وركولې شي۔ شېخ رشيد ووئي?? چې په ټول هېواد كښې به د رېلوے د زمكو نه تجاوزات ختمولې شي۔