پېښور۔27 مئی(اے پی پی ) د خېبر پختونخوا اسمبلۍ فاټا صوبه كښې د ضم كولو بل درې كښې دوه برخې اكثريت سره منظور كړې۔ د بل په حق كښې 92 او مخالفت كښې ئې د جے يو آئي 7 غړو رائې رامخې ته شوې۔ تحريك انصاف سره سره مسلم ليګ (ن) ٬ جماعت اسلامي ٬ پيپلز ګوند ٬ عوامي نېشنل ګوند او قامي وطن ګوند د بل حمايت وكړو۔ د خېبر پختونخوا اسمبلۍ غونډه د سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې پیل شوه ۔ د غونډې په پېل كښې مالاكنډ ډويژن سره تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو د بل په اړه د خپلو تحفظاتو څرګندونه كولو سره و??ئيل د پاټا موجوده حېثيت دې په ځائې وساتلې شي٬ ټېكس استثنی ته دې د پراختيا وړ لس كاله وركړې شي ۔ دغسې نظام عدل رېګولېشن دې د مستقل آرډيننس يا اېكټ په شكل كښې منظور كړې شي او د فاټا په ډول دې د مالاكنډ 7 ضلعو له هم د 100 اربه روپو خاص پېكج وركړې شي۔ ۔ د فاټا خېبر پختونخوا كښې د ضم كولو منظوري قامي اسمبلۍ او سېنېټ وركړې۔ دا بل د قانون صوبائي وزير امتياز شاهد قرېشي د آئين ??رټ??كل 239 ذېلي شق 4 ترمخه وړاندې كړو۔ دې څخه وروستو د اسمبلۍ غړو لاس ليك كړو۔ د جے يو آئي غړو مخالفت وكړو او نورو سياسي ګوندونو ددې په حمايت كښی خپله رائې وكاروله۔ دې څخه وړاندې د جماعت اسلامي پارلماني لارښود عنايت الله و??ئيل ټول ګوندونه د اولې ورځې څخه د اېف سي آر په ضد دي۔ د فاټا اولس چې كومې سختې زغملې دي نن ئې د ازالې ورځ راغلې۔ د پاكستان پيپلز ګوند محمد عي شاه باچه و??ئيل د جے يو آئي نه سوا ټولو سياسي ګوندونو ته د فاټا بل منظوري دې مبارك وي۔د تحريك انصاف ډاكټر حېدر ووئيل د مالاكنډ ډويژن اولس په نزدې راتلو د فاټا اولس ته هركلې وائي۔ د اے اېن پي سردار بابك ووئيل د خېبر پختونخوا برخه جوړېدو سره به د فاټا اولس د خېبر پختونخوا صوبې په پرمختګ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كړي۔ صوبائي وزير شاه فرمان ووئيل زمونږ سياسي ګوند د اولنۍ ورځې څخه د فاټا اص??احات حمايت كوي۔ مونږ ټول پښتانه يو پلېټ فارم ته راوستل غواړو او ډېر زر به د افغانستان پښتانه هم مونږ سره يو ځائې شي۔ د قامي وطن ګوند سكندر شېرپاؤ ووئيل پخوا د فاټا اص??احاتو څو موقعې ضائع كړې شوي دي نن يو تاريخ جوړوؤنكې ورځ ده۔ د ن ليګ سردار اورنګزېب ووئيل د اوږدې مودې هڅو څخه وروستو د فاټا اولس ته ددوئي حق ترلاسه شوې۔ د فاټا اولس د مباركۍ مستحق دي۔ د ن ليګ په دور كښې دا كاميابي د ټول پاكستان كاميابي ده۔ د مخالفې ډلې مشر مولانا لطف الرحمن مخالفت كولو سره و??ئيل د كشميري اولس څخه رائې غوښتلې شي ولې د فاټا اولس څخه رائې غوښتلې نه شي۔ د فاټا اولس د خپل سباؤن پرېكړه ??اي?? پخپله كړې وه۔ ددې بل به په هر فورم مخالفت كوؤ۔ ده و??ئيل سياسي او جمهوري پرېكړو لپاره بهر څخه هدايات وركولې شي۔ ده و??ئيل د امريكا په فشار د انضمام كېږي ددې به منفي نتيجې رامخې ته شي