اسلام آباد 25 جنوری (اے پی پی) د كورنيو چارو او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې سیاسي ګوندونه دې نړۍ او په خاص توګه د چين سرمايه كارو له پېغام كړي چې پاكستان د سرمايه كارۍ پحقله يو ښ?? او مستحكم هېواد دې٬ هېواد كښې د بې يقينۍ صورت??ال هم خپله ذمه واره يو٬ بايد ټول سياسي ګوندونه د هېواد اقتصادي سباٶن له يو موټې شي ۔ د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ كمېسون د سي پېك پحقله 52مې پراګرېس ريويو غونډې په موقع خبريالانو په خبرو كښې ده ووئيل د اوسنۍ نړيوال اقتصادي فورم په موقع پاكستان د هند په مقابله كښې د سرمايه كارۍ او كاروباري موقعو پحقله ښه هېواد ګرځولې شوې٬ د سي پېك بشپړېدو سره به هېواد د پرمختګ په نوې لاره روان ش??۔ ده ووئيل په 29 او 30 جنورۍ به ګوادار كښې وړومبې اېكسپو كولې شي چې پكښې به د ټولې نړۍ سرمايه كار ګډون كوي٬ د اېكسپو سره به هېواد كښې د ټولې نړۍ سرمايه كار معارفي كولو كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل ګوادر په تندۍ سره بدلېږي او هېواد كښې به سټېټ آف دي آرټ پورټ سټي جوړه شي٬ د اسلام آباد د هوائي مېدان پرانسته ب?? په مارچ كښې كولې شي٬ هېواد په اقتصادي توګه ټېك آف كوي او د ټېك آف په مرحله كښې څوك كېټپن نه بدلوي٬ د هېواد امنيت لپاره خطر جوړېدونكې يو كس ته به وېزا نشي وركولې۔(