كراچۍ 21 جنوري (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي ګران هېواد ته د پیښو كورنيو او بهرنيو چېلجونو مخ ن??وي له د پاكستان د تحريك جذبه او ولوله خپلولو ته اړتيا ده٬قام دې د ايمان٬اتحاد او ??ظم زرين اصول خپل كړي۔اولس مشر دا خبرې د قائداعظم د مزار تګ په مهال د قائداعظم د مزار د منيجمنټ بورډ د غونډې ته د مشرۍ په مهال وكړې۔په دې مهال د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن صلاحكار عرفان صديقي د كراچۍ ميئر وسيم اختر او د بورډ غړي هم موجود وو۔د غونډې نه وړاندې اولس مشر د قائد په مزار ګلونه واچول او فاتحه يې وكړه۔اولس مشر ووئيل قائداعظم د غوره شخصيت مالك وو چا چې په خپله كلكه اراده او عزم د پاكستان جوړولو په صورت د تاريخ عظيمه كارنامه ترسره كړې۔??ه ووئيل د قائداعظم نوادراتو ته په كتلو د هغه په شخصيت په آسانۍ سړې پوهېدې شي۔??ه ووئيل زه په دې خوشحاله يم چې د وزيراعظم صلاحكار عرفان صديقي په مشرۍ كښې د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن د قائد د مزار او نوادراتو غوره څارنه كوي۔??ه ووئيل حكومت به د قائداعظم افكارو رامخې ته كولو له ټولې آسانۍ كاروي او په دې لړ كښې به خرڅونو ته نه شي كتلې۔ده د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن د سيوري لاندې د قائد په مزار د پرمختيائي كارونو پشمول د نورو پروژو ستائنه وكړه۔??ه ووئيل د دې كارونو ترسره كېدو سره به د هېواد نظرياتي تشخص رامخې ته شي۔اولس مشر د قائد په مزار د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات وليكل۔??ه ووئيل قائداعظم د خپل ولوله انګيزه قيادت څخه قام له د خپل وجود احساس او اتحاد وركړو او د دغې نه يې بيا د تاريخ يقين نه لرونكې كار واخست۔اولس مشر ووئيل ګران هېواد چې نن د كومو چېلنجونو سره مخ دې د دې مخ ن??وي له د هغې جذبې څخه كار كولو ته اړتيا ده٬ ??ه ووئېل كه اتحاد٬ايمان او د ??ظم زرين اصول خپل كړي شي نو نن هم منزل آسان كېدې شي۔د وزيراعظم صلاحكار عرفان صديقي پھ دې مهال اولس مشر ته د قائد په مزار د روانو پرمختيائي منصوبو په اړه ووئيل۔??ه ووئيل د سېلګرو د قام د بابا افكارو نه خبرولو لپاره به د هغوي د شخصيت سره وابسته سووينئر د قائد پھ مزار اېښودلې شي او د قائداعظم اكېډمي به د مزار حدود ته منتقل كولې شي۔??ه ووئيل د اولس مشر د قائداعظم محمد علي جناح او د پاكستان تحريك ټولو مشرانو سره د ??ړه او روښاني رشته لري ځكه هغه د قامي شناخت په لړ كښې د كونكو هلو ځلو ډاډګيرنه كوي۔??ه ووئيل د قائد د مزار سره پيوست به پاكستان پارك جوړولې شي چې پكښې به د پاكستان د ټولو سيمو د څرګندو مقاماتو منومينټ لګولې شي