اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د محصولات لپاره خاص مرستيال هارون اختر وئېلي دي پاكستان يو بشپړ ذمه وار هېواد دے٬د خپلې خاورې٬ منطقې څخه د ترهه ګر?? ٬قاچاق او مني لانډرنګ خاتمې له لوظي يو۔د خالي په ورځ د امريكې كنټرول اينډ بارډر سېكورټي(اي ايكس بي اېس)اعلٰی كچ پلاوي سره په ??ېف بي آر هاؤس كښې د ملاقات په مهال په ??برو كښې ده ووئيل زمونږ د كسټم څانګه د نړېوال معيارسره يو برابر ده او په ځينو صورتونو كښې د منطقې ښه كسټمز كښې بهتره ده۔د امريكې اي ايكس بي اېس كنټري ډائرېكټرشيلي اتكين سن په مشرۍ كښې په ??مريكائي پلاوي كښې د امريكې هوم اينډ سېكورټي محكمې او په پاكستان كښې د امريكې سفارت چارواكي هم شامل وو۔د ملاقات په مهال د فېډرل بورډ آف ريونيو غړي محمد زاهد كهوكهر او د اېف بي آر نور سينئر افسران هم موج??د وو۔په ??ې مهال هارون اختر خان پلاوي خبر كړو چې زمونږ ټول نظام اوس مكمل كمپيوټرائز دے او مو??ږ د قاچاق او مني لانډرنګ په ??د په يادو شوو كلونو كښې ګڼ شمېر ګامونه پورته كړي۔ده د امريكې پلاوي ته د پاكستان رامخې ته شوي معيشت په ??ړه بريفنګ وركړو كوم چې ښه والي پلو روان دے او د څو كلونو په مقابله كښې ډ??ر زيات ښه شوې۔ده ووئيل زمونږ جمهوري تجربه ډېر ښه پاتې شوې او بل دا چې جمهوري حكومت خپل پنځه كاله موده بشپړونكې ده۔د امريكې پلاوي مشر د وفاقي وزير او اېف بي آر چارواكي د پاكستان كسټمز په ??ړه د معلوماتو په ??بادله مننه وكړه۔ده اعتراف وكړو چې د پاكستان كسټمز كاركردګي د منطقې د ځينو هېوادونو څخه زياته ښه ده۔ده ووئيل مو??ږ د پاكستاني تجربو څخه استفادې كولو ته سترګې په لار يو او يو يا دوو پاكستانو اسټركټرز ته د امريكې هوم لينډ سېكورټي ډيپارټمنټ تربيې او د استعداد كار زياتوالي پھ پروګرامونو كښې شاملولو له خوښي لرو