ګھوټکی/اسلام آباد ۔ 6 جنوری (اے پی پی) وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د پاكستان آئين ټولو وګړو ته مذهبي آزادي وركوي۔ پاكستان كښې ټولو مذهبي اقليتونو ته يو ډول حقونه ترلاسه دي۔ د مذهبي آزادۍ خلاف ورزيو په اړه د امريكا په تور حېرانتيا شوې۔ آمریت كښې مسئلې پټولې شي ٬ جمهوريت كه روان وي نو ټولې مسئلې به حل شي۔ مونږ ټول عم??ي د نواز شريف د وژن تر سېوري لاندې د اولس خذمت كړې۔ مونږ تل سياست كښې د خذمت او ?? ښه والي خبره كړې۔ د ??سل?? لیګ (ن) پلېټ فارم څخه چا سره ناوړه رويه ممكن نه ده۔ د خالي په ورځ ګھوټكي كښې د هن??و ورورولۍ دستورې ته خطاب وزيراعظم ووئيل اسلام د امن دين دے ۔ ننۍ نړۍ ډېره پېچېلې ده ولې د دين سفر به ټول عم??ي روان وي۔ قائداعظم وئيلي وو تاسو آزاد ئۍ ٬ تاسو آزادۍ سره جوماتو ٬ مندرونو او ??پلو عبادت خانو ته تلې شۍ۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د ټولو دے كه دوئي كومې هم صوبې يا كوم هم مذهب سره تعلق لري۔ د هېواد آئين ټولو وګړو ته د يو ډول حقونو ضمانت وركوي٬ د اقليتونو نمائندګان په پارلېمنټ كښې موجود دي۔ شاهد خاقان عباسی ووئيل مونږ د نواز شريف د وژن ترسېوري لاندې ټول عم??ي د اولس خذمت كړې۔ نن تاسو ته د ??سل?? ليګ (ن) حكومت پرمختيائي منصوبې هر ځائې په نظر راځي۔ ده ووئيل مونږ چې اولس سره كوم لوظونه كړي هغه مو پاللې دي۔ د ??سل?? لیګ (ن) حكومت هېواد كښې د برېښنا او ګاز په ستونزو قابو موندلې۔ نواز شريف هېواد كښې د سړكونو جال خپور كړې۔ وزیراعظم ووئيل د هن??و ورورولۍ او ??يمې حاجتونه ترسره كولو له به هره ممكنه مرسته كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل په مټھي كښې د دوه هن??و زلمو وژنې په پېښه اندېښنه ده۔ په دې لړ كښې د سندھ آئي جي ته د پلټنو حكم شوے۔ وزیراعظم ووئيل مونږ له به د خپل عمل د لارې ثابتول وي چې پاكستان يو آزاد هېواد دے۔