اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي سياسي اختلافات پخپل ځائ خو رياست له يو موټې پاتي كېدل پكار دي ٬ پاکستان جيو ستراتيژك اكنامك حب دے، د حکومت او حزب اختلاف ترمېنځه روابط زياتولو ته اړتيا ده، په قامي كچه علماﺀ كرامو سر?? ښه روابط لرو۔ د ګل په ورځ نجي ټي وي سر?? خپله خاص مركه كښې ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان د ټولو نه زياتې كاميابۍ ترلاسه كړي، هند په هر فورم د پاكستان په ضد ډنډوره كړې خو هغه پخپله ذليله شوے۔ ده ووئيل پاكستان ملګري ملتونه او نړۍ خبر كړې چې د هند لخوا ترهګري كېږي۔ ده ووئيل د اېم كيو اېم الطاف كاركنانو هند څخه د تربيې او د فنډنګ اخستو اعتراف كړے ، د کراچۍ حا??ات په خرابولو كښې هم هند ككړ دے ٬ مودي خپله وئيلي دي چې په ختيز پاكستان كښې مو كر??ار لوبولے او په سازشونو كولو مو پاكستان ته زيان رسولے۔ ده ووئيل هند په بېلا بېلو طريقو سازشونه كوي٬ هند د ترهګرۍ نه انكار كوي خو په حقيقت كښې په ترهګرۍ كښې ككړ هېواد دے ۔ ده ووئيل ګاٶنډيانو سر?? هم د هند اړيكې ښې نه دي٬ د پاكستان دننه سياسي قواؤ نه پوهه پكار ده چې بريد د بهر څخه دے او دوي له د دښمن آله كار جوړېدل پكار نه دي۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئېل هند د وسلې په زغل كښې تر ټولو وړاندې روان دے ۔ صدر ووئيل د هائبرډ وار پحقله هند د پاكستان په ضد سازش كړے٬ صدر ووئيل د حكومت د هلو ځلو په نيتجه كښې پاكستان جيو ستراتېژك حب جوړېږي، افغانستان كښې د امن راتللو سر?? به د پاكستان د لارې تجارت كېږي چې پرې هند پرېشانه دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب صدر ووئيل د صحت٬ کووېډ۔19 او په جوماتونو كښې د اېس او پيز عمل درامد سر?? د مېرمنو د حقونو پحقله د علماﺀ كرامو كر??ار د ستائنې وړ دے، د علماء او رياست ترمېنځه دا مهال زياتو روابطو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل هېواد كښې د يو ډول تعليمي نظام او قامي سوچ په اړه هم د دوي خدمات د ستائنې وړ دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب صدر ووئيل د مولانا فضل الرحمن پرلت څخه به په کشمير کاز اثر پرېوځي۔ ده ووئيل په اسټيبلشمنټ د مخالفې ډلې تنقيد د افسوس وړ خبره ده، د هېواد د ادارو بدناۍ سر?? د پاكستان زيان كېږي۔ ده ووئيل حکومت چې د بدعنوانۍ خاتمې لپاره كومې هڅې كړي ھغه مخالفې ډلې ته قبول نه دي۔ ده ووئيل د بدعنوانه عناصرو څخه به پېسه اخستل وي۔ صدر ووئيل د پانامه کېس په اړه په سپريم كورټ بريد شوے۔ صدر ووئيل په هېواد كښې ترسيلات زر زياتېږي او د تېرې مياشتې په نسبت دې مياشت كښې ترسيلات زر 31 فيصده زيات شوي كومه چې د معاشي استحكام او په حكومتي پاليسو د اولس د باور څرګندونه ده