اسلام آباد 22 ستمبر (اے پی پی)حكومت د كورونا وائرس په وبا كښې د كمي نه پس اعلان كړے چې ?? 6م٬ 7م او د 8م ټولګي زد?? كوونكي به نن د اېس او پيز له مخې سكولونو ته ځي۔په نېشنل كمانډ اينډ آپرېشن سنټر(اېن سي او سي)كښې د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود د سكولونو پرانستلو د دوهم پړاؤ اعلان وكړو۔په دې موقع د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان هم موجود ؤ ۔د دې خبرې پريكړه د اېن سي او سي په غونډه كښې وشوه۔په غونډه كښې د آزاد جمو كشمير٬ګلګ بلتستان ډلو هم ګډون وكړو۔په دې موقع شفقت محمود ووئيل د آزاد جمو كشمير د روالاكوټ ضلعې تعليمي ادارې به د ستمبر په 23مه نېټه نشي پرانستلې دغسې د سندھ تعليمي ادارې د ستمبر په 23مه نېټھ د پرانستلو نه بخښنه غوښتلې شوې ٬هغوي به يوه اونۍ نور جاج اخلي۔ده ووئيل د راتلونكې اونۍ په مهال د كووېډ 19 د صورتحال جاج اخستلو نه پس به د ستمبر پھ 30مه نېټھ په پرائمري كچه د تعليمي ادارو پرانستلو پريكړه كولې شي۔ده ووئيل تعليمي ادارې پرانستل ډېره سخته پريكړه وه۔ده ووئيل په وړومبي پړاؤ كښې تعليمي ادارو ته ?? تلونكو زد?? كوونكو جاج اخستلے شوے۔د درېم پړاؤ پريكړی لپاره به د دوهم پراؤ د زد?? كوونكو جاج هم اخستلے شي۔ده ووئيل دا غلط تاثر دے چې ځينې تعليمي ادارې د كورونا وائرس د وبا خپرېدو په وجه بندې كړی شوي ٬ يوازې هغه تعليمي ادارې بندې كړی شوي كومو چې ??ېس او پيز نه عملي كول۔ده ووئيل د ستمبر په 29مه نېټه به غونډه كېږي او په ك??ې به د صورتحال جاج اخستلو نه پس د تعليمي ادارو د وروستي پراؤ جاج اخستلے شي