اسلام آباد ۔ 15 اګست (اے پی پی) هندي مشر سفارتكار خارجه دفتر ته وبللے شو او د ده په وړاندې په 14 اګست د قابض هندي ځواكونو لخوا د اېل او سي دھودنيال سېكټر كښې د جنګ بندۍ په خل??ف ورزيو سخت احتجاج ريكارډ كړے شو۔ د هندي پوځ د ناترڅ?? ډزو په نتيجه كښی درې كلنه كوچنۍ سخته ژوبل شوې ده۔ دخالي په ورځ د خارجه دفتر وياندې لمخې مشر هندي سفارتكار خارجه دفتر ته وبللے شو او ده ته احتجاجی مراسله وركړې شوه۔ ده ته ووئيلې شؤ چې د هند قابض پوځ د اېل او سي او وركنګ باؤنډرۍ پرله پسې خل??ف ورزي كولو سره د آرټلري ٬درنې او خودكاره وسلې د لارې عامه وداني په نښه كوي۔ هندي سفارتكار ته ووئيلې شؤ چې دا ډول پېښې د ا??سوس وړ ٬ د ا??ساني عظمت ٬ د نړيوالو بشري حقونو او دنړيوالو بشري قانونونو په ضد دي۔ د هند لخوا د جنګ بندۍ دې خل??ف ورزيو د لاسه سيمه ايز ??من او سلامتيا سختو خطرو سره مخ ده چې نتيجه ئې د ستراتيېجيكي غلطۍ په صورت كښې رامخې ته كېدې شي۔ د هند د روان كال په مهال د 1980ء وارې كړې خل??ف ورزيو په نتيجه كښې 16 بېګناہ وګړي شهيد ا?? 161 ژوبل شوي دي۔ هندي سفارتكار ته ووئيلې شؤ چې په اېل او سي كړكېچن صورتحال زياتولو سره هند كشمير كښې د بشري حقونو سنګينو خل??ف ورزيو نه د نړۍ پام بلخوا كولې نه شي۔ په هند زور راوړلے شو چې هغه دې د كال 2003ﺀ د جنګ بندۍ لوظنامې خيال وساتي۔ د جنګ بندۍ خل??ف ورزيو دې پېښو دې پلټنې وكړي۔ هندي پوځدې د جنګ بندۍ د احترام كولو حكم وكړي۔ په اېل او سي او وركنګ باؤنډرۍ دې ددې د روح لمخې ??من په ځائې وساتلے شي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو لمخې دې هند د ملګرو ملتونو پوځي مبصرينو (یواېن اېم او جی آئی پی) ته د خپل كردار ترسره كولو اجازه وركړي۔