اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیكر اسد قيصر وئېلې دي تيره ??رځ د لاهور پيښې اېف آئی آر كښې نامزد شوے د قامی اسمبلۍ غړے رانا تنویر حس??ن دې خپل تحریك استحقاق جمع كړي ‘ په هغې به كارروائی كولې شي۔ د شورو په ??رځ قامی اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته خواجه محمد آصف ووئيل تيره ??رځ د رانا تنویر حسین په ضد د لاهور پيښې پرچه شوې حالانكه سپیكر ګواه دے چې رانا تنویر حسین تيره ??رځ نه يواځې په غونډه كښې موجود ؤ بلكه سپیكر چیمبر كښې هم ناست ؤ۔ خارجه وزیر شاه محمود قریشی ووئيل واقعی رانا تنویر حسین تيره ??رځ په موقع موجود نه ؤ۔ بايد د هغه نامه نه وه راغلې كه بغير د څه جوازه د هغه نامه راغلې وي نو مونږ ئې ملګرتيا كوو۔ رانا تنویر حس??ن دې په دې اړه تحریك استحقاق وړاندې كړي۔ راجه پرویز اشرف ووئيل مونږ د ایوان ماحول خرابول نه ??وا??و۔ دا معزز ایوان دے ‘د ټولو عزت يو برابر دے۔ د خارجه وزير الفاظ دې حذف كړے شي