اسلام آباد ۔ 8 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د آسيان 53 مې سالګرې په موقعه د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د تنظيم غړو ??ېوادونو ته مباركي وركولو سره وئيلي دي پاكستان آسيان هېوادونو سره شراكتدارۍ ته د لا ودې وركولو عزم لري۔ پاكستان د خپل ”ویژن ایسټ اې??یائي” پالېسۍ لمخې به ??سيان او ددې غړو ??ېوادونو سره معاشي ٬ سياسي او كلتوري اړيكې له مضبوط او مستحكم كوي۔ د آسیان 53 مې سالګرې په موقع خپل يو پېغام كښې خارجه وزير ووئيل د كال 1967 اګست مياشتې 8 مه نېټه هغه تاريخي ورځ ده كله چې ختيز آسيائي هېوادونو د مرستې ٬ يو والي او د لاس وهنې نه كولو اصولو په بنياد د ګډې پلېټ فارم جوړ كړے وو۔ نن آسیان پ?? لسو غړو ??شتمل يو متحرك تنظيم دے۔ د دې غړو ??ېوادونو رقبه 4.4 ملین مربع کلومیټر٬ آبادي 649 ملين نه او جي ډي پي 2.9 ملين ډالره نه زياته ده۔ خارجه وزير د کووډ 19 وبا په فعاله توګه مخنيوي له د آسيان غړو ??ېوادونو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل دا ځانګړې ستونزه د ټول انسانيت ښېګړې له د مرستې لا مضبوط او مستحكم كولو غوښتنه كوي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د آسيان ټولو غړو ??ېوادونو سره نزدې او د ملګرتيا اړيكې لري۔ زمونږ تاريخي او ژورې اړيكې د ګندھارا تهذيب له وخت راروانې دي۔ده ووئيل مونږ خپله شراكتداري اعلی كچې ته د رسولو عزم لرؤ۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د خپل ”ویژن ایسټ اې??یائي” پالېسۍ لمخې به ??سيان او غړو ??ېوادونو سره معاشي ٬ سياسي او كلتوري اړيكې له مضبوط او مستحكم كوي