سرینګر 03 اګست (اے پی پی) په مقبوضه كشمیر كښې سینئر حریت لارښود پروفیسر عبدا??غن?? بټ وئيلي دي چې كشمیریان د تيرو 70 ك??ون?? را??سې د هندی ظلمونو سره مخ دي، ریاست پولیس اسټیټ كښې بدل كړے شوے، د كوروناوائرس وبا په مهال هم مقبوضه كشمیر كښې انسانی حقوق پرله پسې خلاف ورزی كيږ?? او انټرنیټ په شان لازمی سروسز تيرو 11 مياشتو را??سې بند دے۔ د كشمیرمیډیا سروس له مخې پروفیسر عبدا??غن?? بټ د لوئ آختر په موقع بارهموله ضلع كښې د خپل پلار نيكه سيمې بوټینګو سوپور كښې وګړو ته وينا كښې ووئيل كشمیر پولیس اسټیټ كښې تبدیل كړې شوے۔ ده ووئيل كشمیریانو د كشمیر كاز په خاطر خپل بچي ??رب??ن كړې۔ پروفیسر عبدا??غن?? بټ سوره لهب آیات وضاحت كولو سره ووئيل لوے څښتن ظالم نه خوښو?? او ظلم به په هر حال كښې ختميږي۔ ده ووئيل نيمهخ اوچه د يو لوئ بحران سره مخ ده ځكه هند او چین يو بل ته مخامخ شوې او معیشت كمزورې شوي۔ده ووئيل مونږ له د نيمې اوچې د سباؤن حفاظت كولو ته اړټيا ده۔ ده ووئيل محفوظ سباؤن لپاره ټولې شخړې یعنی د كشمير شخړې حل كولو ته اړتيا ده او دا نهغه وخت كيدې شي كله چې هند خپله متكبرانه رویه پريږد?? او دا حقیقت اومني چې د كشمير شخړې امناكه حل د نيمې اوچې سلامتیا ،پرمختګ او څوكالۍ ضمانت دې