اسلام آباد ۔ 29 جون (اے پی پی) قومی اسمبلۍ د راروان مالي كال 2020-21ء د 7137 ار??ه روپو ټېكس فري وفاقي بجټ منظوري وركړې ده ۔ د اېن اېف سي ايوارډ له مخې به د 2874 ار??ه روپو ريونيو صوبو ته منتقل كولې شي۔ د سماجی تحفظ پروګرام د 187 ار??ه روپو څخه 208 ار??ه روپۍ كړے شوے ۔ توان، خوراک او نورو څانګو كښې سبسډي له 179 ار??ه روپۍ بېلې كړې شوي ۔ د محصولات هدف 6573 ار??ه روپۍ مقرر كړے شوے۔ د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام له 650 ار??ه روپۍ بېلې كړې شوې۔ بجټ خساره د جي ډي پي 7 فيصده پاتې كېدو امكان دے۔ د سېلز ټېكس شرح 14 فيصده څخه 12 فيصده كړې شوې۔ په سیمنټ فېډرل اېکسائز ډیوټی 2 روپۍ څخه 1روپۍ 75 ??ېس?? كړې شوې ۔ پاکستان كښې په جوړېدونكو موبائل فونز سېلز ټېكس كم كړے شو۔ په درآمدات د انكم ټېكس شرح په خام مال 5.5 فیصده څخه 2 فيصد او په مشينرۍ 5.5 فيصده څخه يو فيصد كړې شوه ۔ د لږې نه لږه تنخا 15 زره نه 25 زره كړې شوه ۔ په موټر سائيكل ركشه او تر 200 سي سي موټر سائيكل اېډوانس ټېكس ختم كړے شو۔ ټېكس نه ادا كوؤنكي داسې كسان كوم چې د سكول د كال 2 لكه روپو نه زيات فيس وركوي د هغوي نه به 100 فيصده زيات ټېكس اخستے شي۔ په ډبل کېبن پک اپ فېډرل اېکسائز ډیوټی لګولې شوې ۔ په انرجی ډرنکس اېف ای ډی 13 فیصده څخه 25 فیصده’ په درآمدی سګرېټس’ بېټری ‘ سګار او تمباکو او نورو څيزونو فېډرل اېکسائز ډیوټی 65 فیصده څخه 100 فیصده كړې شوې۔دغسې د کوو??ډ۔ 19 متعلقه د روغتيا څانګې سامان په درآمد روانه استثنیٰ تر درېو مياشتو پراخه كړې شوې ۔ د جي ډي بي شرح نمو به 0.4 فیصده څخه 2.1 فیصده كولې شي۔ کرنټ اکاؤنټ خساره به تر 4.4 فیصده محدود ساتلې شي۔ د افراط زر شرح 9.1 فیصده څخه به 6.5 فیصد كولې شي۔ نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كارۍ كښې به تر 25 فيصد اضافه كولې شي۔ د ګل په ورځ وفاقی وزیر حماد اظهر د ځينو بدلونونو سره د مالي كال بل 2020 ء غور لپاره وړاندې كړو كوم كښې چې د حكومت او مخالفې ډلې لخوا بدلونونه وكړے شول او دې كښې د ځينې بدلونونو منظورۍ نه وروستو دا د مالي بل برخه جوړ كړے شول ۔ د نېټ وفاقي ریونیو اندازه 3,700 ار??ه روپۍ ده۔ د ټولو وفاقي خرڅونو اندازه 7,137 اربه لګولې شوې ۔ دغسې د بجټ خسارې تر 3,437 ار??ه روپو پاتې كېدو امكان دے كومه چې د جی ډی پی 7 فیصده جوړېږي او پرائمري بېلنس به 0.5 فیصد وي۔ د احساس غریب پرور پروګرام بجټ 208 ار??ه روپۍ كړے شوے ۔ توان، خوراک او نورو څانګو ته د بېلو ډول سب??ډي?? وركولو له 179 ار??ه روپۍ بېلې كړې شوي۔د اېچ ايسي بجټ 64 ار??ه روپۍ كړے شوے ۔ په كم ن??خ كورونه وركولو له پاکستان هاؤسنګ اتھارټی ته 30 ار??ه روپۍ وركړې شوي ۔دغسې بجټ كښې خاص سيمو او آزاد کشمیر له 55 ار??ه روپۍ او ګلګت بلتستان له 32 ار??ه روپۍ بېلې كړې شوي ۔ د خېبر پختونخوا ضم شوو ضلعو له 56 ار??ه روپۍ بېلې كړې شوي