اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد د ډاك محكمې سره د تعلق لرونكو ټولو ملازمانو د كردار ستائنه كړ?? او وئيلي ئې دي د ډاك محكمې ملازمانو د كورونا غوندې وبا كښې په ډېرو سختو ??ال??تو كښې ټولو مشرانو پېنشن اخستونكو ته د دوي په كور د پنشن ادائيګي ممكنه كولو سره يو لو?? قومي خدمت كړ?? او د دې چې څومره هم ستائنه وشي كمه ده. د جمعې په ورځ په يو بيان كښې د مواصلات وفاقي وزير د ډاك محكمې د ملازمانو د اپ ګرېډېشن د پخوانې غوښتنې په سمدستي توګه د حل كولو باور وركړو او اعلان ئې وكړو چې د اپ ګرېډېشن سمري فنانس ډويژن ته منظورې لپاره لېږلې شوې۔ په دې اړه مېډيا سره په خب??و كښې د ډاك محكمې وياند وضاحت كولو سره ووئيل د مواصلات وفاقي وزير هدايت په رڼا كښې د ډاك محكمې د ملازمانو د اپ ګرېډېشن سمري فنانس ډويژن ته لېږلې شوې او ډېره زر به منظوري شي