اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي هند د طاقت په زور د كشميريانو هلې ځلې د پښو لاندې كولې نه ش??، نړيواله ورورولي دي په مقبوضه كش??ير كښې د هندي ظلمونو نوټس واخلي، هند دې هر ھغه غېر ذمه واره اقدام نه ډډه وكړي كوم څخه چې د منطقې امن او سلامتيا ته خطر رامخې ته كېږي۔ د خارجه دفتر وياندې عائشه فاروقي د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال ووئيل مقبوضه کش??ير كښې غټ ظلمونه پرله پسې روا?? دي چې په ضد ئې د زرګونو په ش??ېر كشميريان په احتجاج دي۔ وياندې ووئيل د کرونا وائرس وباء باوجود مقبوضه کش??ير كښې د هندي قابض پوځ لخوا په كشميريانو د ظلم او بربريت سلسه اوس هم جاري ده۔ دې ووئيل د بې بنسټه مقابلو او د سرچ آپرېشن په مهال بې ګناه كشميريان شهيدان كېږي، هند د طاقت د لارې د كش??ير غږ نه ش?? غلې كولې، كشميريان په جعلي مقابلو كښې وژلې كېږي او د بشري حقونو خلاف ورزۍ پرله پسې روانې دي۔دې ووئېل د ظلم دې انتها ته ااوګورۍ چې د شهيد كړې شوو كشميريانو مړي هم وارثانو له نه وركړے كېږي، نړيواله ورورولي دې هند د ظلمونو نوټس واخلي او هند دې ذمه وار وګرځولې شي۔ وياندې ووئيل د كش??ير كشاله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل كولو ته اړتيا ده۔ وياندې د دراندازۍ پحقله هندي تورونه رد كولو سره ووئيل د دې تورونو مقصد د هند دننه په اقليتونو د تشدد او په مقبوضه کش??ير كښئ د ظلمونو نه د نړۍ پام اخوا كول او “جعلي فلېګ” آپرېشن بهانه جوړول دي۔ وياندې ووئيل د بي جے پي حكومت په هندوتوا پاليسو پرله پسې عمل كوي، په مقبوصه کش??ير كښې په تګ راتګ د تېرو څو مياشتو راهسې پرله پسې بندېز دے۔ وياندې ووئيل د مارچ 21مې نېټې نه تر اوسه د 19 ??ره نه زيات پاكستانيان د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو نه بېرته رارسولې شوي او يو لك 85 ??ره نه زيات پاكستانيان اوس هم هېواد ته راستنېدو ته سترګې په لار دي۔ د خارجه دفترې وياند عائشه فاروقي ووئيل په دې مهال 868 بنديوانان هم بېرته رارسولې شوي او نور ټول پاكستانيان به هم د منصوبه بندۍ له مخې بېرته راولو