اسلام ا??باد 17 اپرېل (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي کرغزستان څخه د پاكستانو زده كوٶنكو او نورو وګړو راستنولو لپاره سفري انتظامات كوٶ، بهر هېوادونو كښې د ايسارو پاكستانيانو مسئلې به حل كوو۔ خپل وېډيو پېغام كښئ صدر ووئيل نزدې نهه زره زده كوٶنكي په کرغزستان كښې موجود دي، هلته د شپې ورځې كرفيو وي او په سختۍ سره پرې عمل كېږي، د ماسك نه غېر او په غېر ضروري توګه د كور نه بهر وتوونكي كسان نيولې كېږي، په د??سې وضعه كښئ پاكستانيان د خپلو وګړو احساس لري او د هغوي سهولت لپاره اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل په کرغزستان كښې په دې لړ كښې د پاكستان سفارت په زړه پورې كردار لوبولے ، په دې لړ كښې د زده كوٶنكو سروے شوې چې ترې دا درك لګېدلې چې هلته موجود د 300 نه تر 400 زده كوٶنكي پاكستان ته راتګ لپاره چ??تو دي او زياته شمېره د??سې ده كوم چ?? د تعليمي هلو ځلو بحالۍ د امكان له مخې بېرته راتلل نه غواړي۔ صدر داكټر عارف علوي ووئيل د بېرته راتلوونكو زده كوٶنكو آسانيو لپاره ما په کرغزستان كښئ د پاکستان سفير حسن طارق ته د سفري انتظاماتو امر كړے۔ ده ووئيل كرغزستان كښئ ځينې د??سې خلق هم ا??سار دي كوم چ?? كاروربار يا سېل لپاره تللي وو، د ھغوي بېرته راتللو لپاره هم ا??تظامات كوٶ۔ صدر ووئيل كوم وګړي چې د کرغزستان څخه بېرته راتلل غواړي ھغوي دې د خارجه وزارت په اي مېل اېډرېس [email protected] خپل رجسټرېشن وكړي دغسې چې د دوي بېرته راستنېدو لپاره انتظامات باوري كړې شي۔