اسلام آباد 11 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي سوئيلي پنجاب صو??ې لپاره به بل اسمبلۍ ته وړاندې ك??لې شي٬ د سوئيلي پنجاب سېكټرېټ جوړولو پرېكړه شوې ٬ راتلونكي بجټ كښې به د سوئيلي پنجاب لپاره 35 فيصده بجټ بېلولې شي٬ د سوئيلي پنجاب صوبې پرېكړې سره به وفاق قوي شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه خارجه وزير شاه محمود قرېشي د شورو په ورځ د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان سره په ګډه د پارلمان نه بهر ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښ?? د ??وئيلي پنجاب صوبې په اړه غونډه كښې د پنجاب اعلٰې وزير پشمول پارلماني غړي موجود وو٬ د سوئيلي پنجاب اولس سره چې ك??م لوظ شوے ٶ د ھغې بشپړولو لپاره كوټلې ګامونه پورته كوٶ۔ ده ووئيل نن د سوئيلي پنجاب اولس لپاره د خوشحالۍ ورځ ده او دوي ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل راتلونكي بجټ كښې به سوئيلي لپاره 35 فيصده بجټ بېلولې شي او دا فنډز به بلخوا نشي منتقل كېدې٬ صوبه جوړولو لپاره په دريو كښې دوه برخه اكثريت پكار دے ۔ خارجه وزير ووئيل د سوئيلي پنجاب دوهم چيف سېكتر او اېډيشنل آئي جي به په ځائ كولې شي او د دوي دفتر به په بهاولپور ملتان كښې وي۔ ده ووئېل د سوئيلي پنجاب سېكټرېټ لپاره به 3 نيم اربه روپۍ پكا?? وي او 1350 اضافې چوكۍ به هم پكا?? وي٬ دې پرېكړې سره به وفاق لا قوي شي۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) په دريو كښ?? د ??وو اكثريت لرلو باوجود د سوئيلي پنجاب صوبه جوړه نه كړې شوه ۔ ده ووئيل په قامي اسمبلۍ كښې په دې لړ كښ?? د ??ل وړاندې ك??لو مقصد اتفاق رائے پېدا كول دي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم عمران خان سره د سوئيلي پنجاب د خاص مشرانو تفصيلي خبرې شوې او د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو په اړه هم تفصيلي خبرې شوي۔ دې ووئيل د ملاقات په مهال د مجوزه سېكټرېټ جوړولو هم جاج اخستې شوې۔ دې ووئيل وزيراعظم د سوئيلي پنجاب اولس محرومۍ لرې ك??ل غواړي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل په اسلام آباد كښ?? د ??لوتكې په پېښه كښ?? د ??هيد شوي پائيلوټ لوړو درجو لپاره لاس په دعا يو او د شهيد كورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونه كوٶ۔