اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان د امريكې او طالبانو ترمېنځه په لوظنامه كښې د سهولت كارې كردار ترسره كړے، مونږ د كوم ډول ګارنټې برخه نه يو، پاكستان غواړي چې د امن عمل مخ په وړاندې لاړ شي، هيله ده چې د افغانستان مشرتابه به د هېواد په ګټه مخ په وړاندې لاړ شي، پاكستان د افغا??ان?? ترمېنځه خبرو سره كوم كار نه لري، اوس افغا??ان?? ته په خپله د خپل سباٶن پرېكړه كول دي. د اتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د امريكې او طالبانو ترمېنځه مذاكرات اسان نه وو، د لوي څښتن مننه كوو چې اړوند ډلې په مذاكراتو كښې بريالې شوې. ده ووئيل چې پاكستان د امريكې او طالبانو ترمېنځه په لوظنامه كښې د سهولت كارې كردار ترسره كړے، مونږ د كوم ډول ګارنټې برخه نه يو، پاكستان غواړي چې د امن عمل مخ په وړاندې لاړ شي، هيله ده چې د افغانستان مشرتابه به د هېواد په ګټه مخ په وړاندې لاړ شي، پاكستان د افغا??ان?? ترمېنځه خبرو سره كوم كار نه لري، اوس افغا??ان?? ته په خپله د خپل سباٶن پرېكړه كول دي. ده ووئيل چ?? افغان اولس 20 كاله جنګ كتلې، اوس دوي امن غواړي، بايد د افغانستان مشرتابه په دې اړه سوچ وكړي.