پېښور 16 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير ا??جا?? احمد ??اه وئيلي دي فرنټيئر کانسټبلري په ډېرو لږو وسائلو كښې د هېواد د??اع لپاره د قدر وړ خدمات تر سره كوي ٬ د فرنټيئر کانسټبلري مېړني ځوانان سر په كفن د خوږ هېواد د??اع كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ فرنټيئر ټريننګ سکول شبقدر چارسده كښې د پاسنګ آٶټ پرېډ دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د ځوانانو په بهادري ليدلو پوخ باور لرم چې پاكستان په محفوظو منګولو كښې دے۔ ده ووئيل څوك چې زمونږ هېواد ته په خيرنو سترګو ګوري ھغوي به ماتي سره مخ كېږي۔ اېف سي كښې د اصلاحات په سوب ښې نتيجې ر??مخ?? ته كېږي او دې كښې هېڅ شك نشته چې د اېف سي ځوانان د نظم او ضبط د اعلٰې اقدارو په ځا?? ساتلو سره د مثالي جرات څرګندونه كوي۔ ا??جا?? احمد ??اه ووئيل وظيفائي پوهې او جديدو تقاضو سره همكاره تربيه بشپړونكو ځوانانو او چارواكو ته مباركي وركوم۔ ده ووېيل د خوږ هېواد د??اع او د وظيفې ترسره كولو په مهال د اېف سي 365 چارواكي او ځوانانو د ځانونو قربانې وركړي۔ ده ووئيل د اېف سي د تنخاګانو٬ پنشن٬ سوئي ګاز ٬ برېښنا او د نورو حل طلب مسئلو حل له به په راتلونكي مالي كښې هڅې كولې شي