اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي هن?? خپله غصه سړ??لو لپاره د فالس فلېګ عملياتو پشمول نور څه هم كولې شي۔ د امريكې کانګرېس د بشري حقونو لپاره ”ټام لنټاس کمېشن” كښې د مقبوضه كشمير په اړه سماعت سره هن??/ بي جے پي د زيات نفسياتي فشار سره مخ دي ۔ د جمعې په ورځ د مقبوضه جمو او كشمير د تازه صورتحال پحقله خپلو خبرو كښې خارجه وزير ووئيل هن?? دا مهال ګڼې منصوبهې جوړوي او دا ځكه چې هغوي شرمنده شوې او خپله غصه سړ??لو لپاره د فالس فلېګ عملياتو پشمول نور څه هم كولې شي ۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل د نومبر په 14مه نيټه د امريكې د كانګرېس بشري حقونو لپاره ”ټام لنټاس کميشن” د مقبوضه كشمير په اړه سماعت كړې۔ په دې سماعت كښې د بشري حقونو د نړيوالو نتظميونو استازو٬ اېكسپرټس او تجزيه كوٶنكي هم موجود وو٬ په دې سماعت كښې دوي واضح كړې چې هن?? كښې هن??و نېشنلزم په تندۍ سره زياتېږي٬ په مقبوضه کشمير كښې د مواصلات ذريعو بندېدل او نور بندېزونه پرله پسې روان دي٬ بشري حقونه د پښو لاندې كېږي٬ د تګ راتګ ازادۍ ٬ د مذهبي آزادۍ او د رائيو د اظهار آزادۍ پشمول په هر څه بندېزونه لګېدلې ۔ ده ووئيل هن?? كښې د مسلمانانو پشمول ټ??لو اقليتونو سره ناروا سلوك كېږي٬ په هغوي ظلم او جبر كېږي٬ اقليتونه د انتقامي كاروائيو سره مخ كېږي۔ ده ووئيل د بابري جومات په حقله د هن?? سپريم كورټ په پرېكړه هم هغوي د تشويش څرګندونه كرې ۔ خارجه وزير ووئيل زه ستاسو په وړاندې دغې پېنل ته درې سفارشات اېږدم٬ دا پېنل امريكائي كانګرېس څخه غوښتنه كوي چې كانګرېس دې يو قرارداد پاس كړي چې د هن?? لخوا په مقبوضه كشمير كښې د 80 لكه كسانو محاصره ختمه كړي٬ او د ملګرو ملتونو او نړيوال مبصرينو ته مقبوضه كشمير ته د تګ اجازه وركړي ٬ بشري حقونه دې په سمدستي توګه بحال كړې شي٬ پبلك سېفټي اېكټ (كوم چې تور قانون دے) ھغه دې ختم كړې شي۔ خارجه وزير ووئيل د پروني دې پېشرفت سره هن?? او بي جے پي زيات نفسياتي فشار سره مخ شوې٬ په هېواد دننه په دوي سخت تنقيد روان دے٬ د هن??ي معيشت ګراف مخ په لاندې ځي او دې صورتحال كښې ھغوي هر ډول حركت كولې شي۔ ده ووئېل زما په نزد د كشمير اصل غږ كشميريان دي كه ھغوي د كنټرول لائن دېخوا دي كه ا??وا او څ??ك چې د سلو ورځو راهسې د هن?? جبر او ظلم مقابله كوي۔ ٬ ده ووئيل اصل غږ د ھغوي دے٬ پاكستان د دوي مرستياال دے٬ دا مقدمه درې ډلې لري٬ كشميريان٬ پاكستان او هن??٬ كشمير بنيادي فريق دے٬ پاكستان د دوي اخلاقي او سياسي معاونت كوي۔ ده ووئيل د پاكستان پارلمان٬ د پاكستان وزيراعظم او خارجه دفتر د دوي وياند دي ځكه چې د دوي غږ غلې ك??لو له هن?? هڅې كوي