اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود ق??ېشي وئېلي دي كرتار پور راهداري يوه مهمه پروژه ده٬وزيراعظم عمران خان په دې كښې ذاتي خوښي لري٬پاكستان د مشاورت نه پس دا پريكړه كړې چې كرتارپور راهدارۍ پرانستې دستوره كښې به د هند پخوانې وزيراعظم من موهن سنګ رابللې شي٬د هغوي مذهب هم دا دے۔هغه د سكھ كميونټۍ نمائندګي هم كوي۔د ګل په ورځ په خپل يو وېډيو پېغام كښې ده ووئيل ?? پاكستان خارجه وزير په ??وګ?? سردار من موهن سنګ صاحب ته بلنه وركوم چې هغه دې پرانستې دستوره كښې ګډون وكړي۔ده ووئيل مونږ من موهن سنګ ته په تحريري ??وګ?? هم دعوت نامه لېږو٬مونږ سكھ كميونټۍ ته هم بلنه وركوو چې هغوي پھ دې دستوره كښې هم ګډون وكړي او د بابا ګرو نانك 550مه زېږون ورځې په خوشحالو كښې ګډون وكړي