میر پور 30 ستمبر (اے پي پي) ??زی??اعظم عم??ان خان وئيلي دي چې حکومت آزاد کشمیر كښې د ځپليو بحالۍ له پیکج جوړوي او په دې لړ كښې به په وخت او سمدستي اقدامات کولې شي۔وزیر ??عظم عم??ان خان د ګل په ورځ د آزاد کشمیر ??لزله ځپلې سيمې میر پور دورہ وكړه او د مرستې هلو ځلو جاج ئې واخستو۔ دې د ځپليو سيمو ریسکو، ریلیف او بحالۍ اقداماتو څخه خبر كړې شو۔ وزیر ??عظم ته د این ډی ایم اے د اړخه زلزله ځپليو سيمو كښې د ریسکیو، ریلیف او بحالۍ په اړه د پورته كړې شوي اقدامات په اړه بریفنګ وركړے شو۔ د دې نه پس ??زی??اعظم ډویژنل هیډکوارټر ټیچنګ روغتون میر پور كښې د بستر ځپليو تپوس پوښتنه وكړه۔ په دې موقع په خپلو خبرو كښې ??زی??اعظم ووئيل زه ملګرو ملتونو كښې ??م ما ته د زلزلې په اړه ووئيل شول په دې زه ډير دړډيدلې يم۔ ما په سمدستي توګه د دې ځائې دوره كول غوښتل خو د امريكې څخه په راستنيدو كښې تاخير شوې۔ ده ووئيل د زلزلې په نتيجه كښې په شوي مالي او ځاني زيان د آزاد کشمیر ??و میرپور وګړو سره همدردی كوو۔ زه د هغوي دړډ محسوسوم۔ حکومت د ځپليو بحالۍ له يو پیکیج جوړوي او په دې لړ كښې به هر ممکن او سمسدستي اقدامات كولې شي۔ په دې مهال د آزاد كشمير ??زی??اعظم راجه فاروق حیدر، خارجه وزير شاہ محمود قریشی، د کشمیر چارو وفاقی وزیر ??لی امین ګنډاپور، د این ډی اېم اے چیئرمېن لیفټېننټ جنرال محمد افضل، د پاکستان تحریك انصاف آزاد کشمیر ??در بیرسټر سلطان محمد چوهدری، د تحریك انصاف چیف آرګنائزر سېف اللہ نیازی هم ده سره وو۔ په دې موقع د آزاد جمو و كشمير چيف سېكتر ??زی??اعظم عم??ان خان ته زلزلې څخه د شوي زيان په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو