نیویارک ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ميرپور كښې د زلزلې لامله په ځاني او مالي زيان د افسوس څر??ندونه كولو سره وئيلي دي مونږ ټول په دې د زړه نه خفه يؤ۔ وزيراعظم هم په دې ډېر خفه دې۔ وفاقي حك??مت ٬ د آزاد كشمير حك??مت او نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ دې په ګډه د زلزله ځپليو مرسته وكړي۔ د شورؤ په ورځ خپل خصوصي وېډيو پېغام كښې ده ووئيل دا م??ال زه نيويارك كښې يم ماته اوس اوس اطلاع ترلاسه شوې ده چې م??رپور كښې د زلزلې لامله ځاني او مالي زيان شوې دې۔ مونږ ټول په دې زيان د زړه نه خفه يؤ او وزيراعظم هم خفه دې۔ ده ووئيل مونږ دلته د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د كشميريانو مقدمې په لړ كښې راغلې يؤ۔ په دې م??ال د زلزلې خبر راتلل د ډېر غم سبب دې۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دې حق رسېدليو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او ژوبل شويو له زر تر زره روغ صحت وركړي۔