اسلام آباد 10 مئی (اے پی پی) د پيټروليم وفاقی وزی?? عمر ایوب خان د جمعې په ورځ د وزیراعظم د پيټروليم خاص مرستيال ندیم بابر سره د کراچۍ س??حل څخه 230 کلو میټره لرې آف شور ډریلنګ سائټ ک??کړ??۔ون دورہ وكړه اوپه سائټ ئې د تیل او ګاز لټون لپاره د ډریلنګ څارنه وكړه۔ دوي د رګشپ دورہ وكړه او ډریلنګ كار د به رفتار ئې د اطمینان څركندونه وكړه كوم چې دا مهال په آخري پړاؤ كښی دې۔ دا ای این آئی، ایګزون موبائل، آئل اینډ ګاز ډویلپمنټ کمپنی او پا کستان پټرولیم لمیټډ شريكه پروژه ده په دې به په مجموعی توګه 75 ملیونه ډالره لګښت راځي۔ په دې سائټ د 13 جنوری 2019ء څخه د تیل او ګاز لټون پيل شوې ؤ ۔ د تیل او ګاز څانګې پوهانو وئيلي چې د کامیابۍ په صورت كښې دلته څخه ترلاسه كيدونكې تیل او ګاز به راروان 25 نه تر 30 كلونو لپاره د هېواد حاجت پوره كړي