اسلام آباد ۔یکم دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د تحریک انصاف حکومت ماحولیاتو ته خاص پام??رن?? كوي۔ ماحول او اوبه دواړه حكومت لپاره ډېر مهم دي۔ ده د خالي په ورځ شاليمار كركټ ګراؤنډ كښې ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل زه خپله د پارلېمنټ??ين الېون برخه ووم۔ په دغه لوبډله كښې حكومتي وزيران علی زیدی، شهریار آفریدی، د اسمبلۍ غړو علی اعوان، شېخ راشد شفیق، دوهم سپيكر سوري سره سره حامد مير ٬ كاشف عباسي ٬ ذیشان نقوی، عاصم رضا او محمد مالک شامل وو۔ په پي سي بي الېون كښې ذاکر خان، شعېب اختر، عمر ګل او د زلفی بخاری په شمول نور ??كا??ه لوبغاړي وو۔ ددې دوستانه مېچ اهتمام د اطلاعاتو وزارت او مارګله ټ??نس وكركټ كلب لخوا شوې وو چې مقصد ئې د وزیراعظم و چیف جسټس دیامیر، بھاشا و مهمند بند فنډ له پېسې جمع كول وو۔ ميډيا سره د خبرو په مهال كله چې د اطلاعاتو وزير ته ووئيلې شوو چې د پارلېمنټ??ين او ميډيا اېنكرز ترمينځھ بايد يو مېچ كېښودلې شي نو په دې چوهدري فواد حسېن ووئيل ميډيا اېنكرز سره خو روزانه مېچ كېږي۔ ده ووئيل راروان مېچ به د كابينې او اپوزيشن ترمينځھ وي۔ كله چې ده نه دا پوښتنه وشوه چې كه ده ته بېټنګ وركړې شي نو دې به څه كوي۔ ده ووئيل تباهي به خپره كړم او اپوزيشن ته ټوله غصه به دلته سړه كړم۔ ده ووئيل كه چيف جسټس دلته وې نو هغه ته به مو هم بلنه وركړې وه۔ په دې مهال دوهم سپيكر قاسم سوري ووئيل دا نن ايونټ ډېر ښه او زبردست دے۔ ډېره موده پس كركټ كوم۔ بلخوا داخله وزير شهريار آفريدي هم ايونټ يو غوره هڅه وګرځوله